Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مایک پومپیو د افغان سولې له بهیر سره د مرستې په پار قطر ته درومي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وايي چې د افغان سولې له بهیر سره د مرستې په پار به تر څو راتلوونکو اوونیو قطر ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې راغلي چې مایک پومپيو قطر ته درومي څو د سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړي.

ښاغلي پومپیو طالبانو ته ترهګر ویلي او هیله یې څرګنده کړې چې دا خبرې اترې به پایلې ولري.

هغه څرګنده کړه:«دم‎ګړۍ زما ډله هڅه کوي چې له ترهګرو طالبانو سره مذاکره وکړي. هغوی هڅه کوي څو یوې داسې حال لارې ته سره ورسېږي چې حاصل یې له جګړې او تاوتریخوالي پرته افغانستان او یوه داسې افغانستان چې له هغه ځایه امریکا ونه ګواښل شي او د ټولو افغانانو د ښځو او ماشومانو په ګډون حقونه مراعات شي .»

هغه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي کارونه وستایل او له طالبانو سره د خبرو اترو پر دوام یې ټینګار وکړ.

پومپيو وايي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو بهیر ډېر پېچلی دی او که‎چېرې د سیمه‎ییزو لوبغاړو ونډه هغې ته ور اضافه کړو، دا بهیر لا پېچلی کېږي. 

ښاغلی پومپیو وايي هیله لري چې خلیل‎زاد له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي او د افغانستان ستونزې ته د پای ټکی کېږي.

هغه څرګنده کړه:«زه هیله لرم چې خلیلزاد پرمختګ وکړي او زه به تر څو راتلوونکو اوونیو هلته ولاړ شم څو زه په خپله د دغه بهیر په مخته بیولو کې مرسته وکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې طالب او امریکايي استازي په قطر کې په سلامشورو سره بوخت دي.

سرچینې وايي چې دواړه لوري ځینو هوکړو ته سره رسېدلي، خو تراوسه د دغو هوکړو جزییات روښان نه دي.

شریک یي کړئ