Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي: طالبان د یوه ټول شموله نظام غوښتونکي دي

د مسکو د ناستې په پای کې د طالبانو د پلاوي غړی امیرخان متقي له رسنیو سره په خبرو کې وايي طالبان د یوه ټول شموله نظام غوښتونکي دي.

د طالبانو دغه استازي همدارنګه رسنیو ته ویلي چې د مسکو په غونډه کې د ګډون موخه، د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو ور پام کول دي.

ښاغلی متقي زیاتوي:«دا څه ډول دی چې پر توپنچې یو کس پر سر ولي، دا نه د انسانیت، نه د اسلام او نه هم د افغانیت تقاضا ده. موږ په ټولو افغانانو دا غږ کوو، چې د دغه وحشت په مقابل کې سره متحد شي. دافغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، راتلوونکي نظام کې باید هر څوک ځان وونیي.»

د طالبانو دغو لوړپوړی غړی وايي د مسکو په ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون موخه نړۍ ته د دې ډلې د پيغام رسول و.

د طالبانو د پلاوی غړی امیرخان متقي څرګنده کړه:«د ښځو حقوق دا دي چې د هغوی بچی مه وژنئ د هغوی خاوند مه وژنئ، د هغوی کور مه ویجاړوه. پر هغوی بمبارد مه کوه هغو له خپل کور او وطنه مه شړه. دا حقوق باید ښځو ته ورکړل شي، د ماشومانو حقوق باید ورکړل شي.»

د مسکو غونډه د غبرګولي په اومه او اتمه د افغان سیاستوالو او طالب استازو د دویمې غونډې کوربه و. دا غونډه د افغانستان او روسیې د ډپيلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې وه.

د قطر د سیاسي دفتر رییس ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو یوه څلور کسیز پلاوي په دغې غونډه کې ګډون کړی و.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي، د جمعیت اسلامي ګوند د اجراییه رییس عطامحمد نور، د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر او د ولسي جرګې پخوانی غړۍ په ګډون ځينو افغان سیاستوالو هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو. 

فوزیه کوفي وايي چې طالبان د افغانستان په نظام کې د ګډون لېوالتیا نه‎لري او د امارت خوب ویني.

مېرمن کوفي زیاته کړه:«هغه روحیه چې هغوی لرله، له یو بل سره د ژوند کولو روحیه نه ده، د ګډون روحیه نه ده؛ هغوی وايي چې د امارت په رڼا کې به ځای پر ځای شي.»

اخوا د اسلامي جمعیت اجرایي رییس عطامحمد نور یوه میاشت وروسته په جرمني کې د افغانانو ترمنځ د یوې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکوي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود په دې اړه وايي:«هلته داسې پرېکړه ونه شوه چې راتلوونکي مذاکرات دې په مونیخ یا المان کې وشي ښايي چې د ښاغلي نور شخصي نظر وي په مذاکراتو کې د راتلوونکې مسلې په اړه تفاهم یا ځای مشخص نه شو.»

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي څو ورځې مخکې په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر له مرستیال ملابرادر سره کتلي دي.

د سیاسي چارو کارپوه قاضي عبدالرحیم رهین وویل:«د افغانستان د سولې په برخه کې د یوه اغېزناک هېواد په توګه خپلې مثبتې پایلې لري او کولای شي چې د سولې راسوتو او د مذاکرې مېز ته د پېښې بېلابېلو اړخونو په اړه قناعت ورکړي.»

د پوهنتون استاد مسعود ترشتوال هم څرګندوي:«د افغانستان د جګړې د ملاتړو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې چې موږ هره ورځ د سولې خبرو اترو پېچلتیا ته نږدې شو.»

افغان سیاستوالانو او د طالبانو استازو تراوسه دوه ځله سره کتلي دي. د دوی وروستۍ کتنه په مسکو وه چې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
دواړه لوري د دغو خبرو پایلو ته هیله‎من دي خو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ