Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه کې د ورځې ۵۰ تنه وژل کېږي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د روسیې په اوفاي ښار کې د امینت په اړه په یوې نړیوالې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د ورځې لږ تر لږه ۵۰ تنه قرباني ورکوي.

نوموړي ویلي دا د دې ښکارندويي کوي چي افغانستان له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کي لومړۍ کرښه کې واقع دی. 

د ښاغلي محب په وینا، په سیمه کې له ترهګرو سره د یوځای کېدو لپاره په زرګونه تنه، په ناقانونه توګه له پولو تګ راتګ کوي، روزنه ويني او افغان وګړي په نښه کوي او اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د دغه تګ راتګ د مخنیوي لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي

ښاغلي محب وویل چې ترهګر او د نشه‎یي توکو قاچاق کوونکي د یوې سیکې دوه مخه دي، نشه‎يي توکي د ترهګرۍ د عوایدو اصلي سرچینه پېژندل کېږي او د هغه کلنی ارزښت مېلیاردونو ډالرو ته رسېږي او له دغې ښکارندې سره مبارزه ګډو او منسجمو اقداماتو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د سیمه‎ییزو هېوادونو د امینت تامین لپاره له مالي جرمونو سره مبارزه یوه مهمه چاره ده.

ښاغلي محب څرګنده کړه:«د پیسو له وینځلو سره مبارزه، د نه ثبت شویو حوالو د سیستمونو له لارې د ناقانونه پیسو معاملې، په سیمه کې د خیریه اصطلاح له لارې د ترهګرۍ د تمویل چې پرې څار نشته، لازمي دي.»

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه د پام وړ نورې سرحدي همکارۍ هم شته.

ښاغلي محب وویل په سیمه کې د پولو د مدیریت په برخه کې ګډې همکارۍ، په معین مهال کې د مالوماتو شریکول، له هایبریدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د اړتیا وړ ټکنالوژۍ سره د سرحدي ځواکونو سمبالول، اړین او حیاتي دي.

هغه زیاته کړه:«سایبري جرمونه د هایبریډي (ترکیبي) جګړې نور اوزار دي چې زموږ هېوادونه له دغه ګواښ سره مخ دي او افغانستان چمتو دی چې د دوه اړخیزو او سیمه‎ییزو همکاریو له لارې، د ویجاوړونکو عناصرو په واسطه د سایبري فضاه څخه چې د وېرې رامنځته کولو لامل او زموږ د ټولنو د مخنیوي په وړاندې خنډ ګرځي محدود او له منځه یوسي.»

د ښاغلي محب په وینا، په سیمه کې له ترهګرو سره د یوځای کېدو لپاره په زرګونه تنه، په ناقانونه توګه له پولو تګ راتګ کوي، روزنه ويني او افغان وګړي په نښه کوي.

شریک یي کړئ