Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: امنیتي ځواکونه له موخې او طالبان له کومې موخې پرته جنګېږي

د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې افغان ځواکونه د یوې موخې په پار جنګېږي خو طالبان بیا د جګړې لپاره کومه موخه نه لري.

ښاغلي محب چې د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې یوې مرکه کې څرګنده کړه چې طالبانو خپله موخه له لاسه ورکړې او نه پوهېږي چې د څه لپاره جنګېږي.

په دغې مرکه کې د امریکا د بهرنیو پخواني چارو وزیر جان کېري، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شان محمود قریشي هم ګډون درلود.

د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې افغان امنيتي ځواکونه د افغانستان د ارزښتونو د دفاع لپاره جګړه کوي.

هغه زیاته کړه:«زموږ امنیتي ځواکونه د ۳۰۰ ډالرو معاش لپاره نه جنګېږي. هغوی د یوې موخې لپاره مبارزه کوي. هغوی زموږ د همکارانو او مېلیونونو افغانانو له ملاتړ سره جنګېږي څو زموږ له ارزښتونو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې طالبانو د جګړې لپاره خپله موخه له لاسه ورکړې او نه پوهېږي چې د څه لپاره جنګېږي.» 

ښاغلي محب وايي:«زموږ سرتېري قرباني ورکوي او رسنۍ هغې ته د تلفاتو نوم ورکوي؛ هغوی تلفات نه دي، هغوی، هغه قربانۍ دي چې موږ د خپل هېواد د دفاع او ازادۍ د خوندیتوب، ارزښت او واکمنۍ لپاره ورکړي دي او د هغه د دفاع لپاره درېدلي یوو.»

بلخوا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي چې د ملي یووالي حکومت په څلور کلنه دوره کې ۴۵ زره افغان ځواکونه د جګړو په پایله کې وژل شوي دي.

خو د غني د ملي امنیت سلاکار بیا وايي چې نننی افغانستان له تېر سره توپیر لري:«افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې وو. افغانستان یوه اوږده لار کچ کړې او اوس یو متفاوته هېواد دی.»

ښاغلي محب د خپلو خبرو په بله برخه کې د سولې د خبرو اترو څرنګوالي ته اشاره کړې او ډاډ ورکوي چې افغانستان ته سوله راتلونکې ده، خو د دغو خبرو اترو بهیر باید پراخ وي.

هغه زیاته کړه:«افغانستان ته سوله راتلوونکې ده. موږ به سوله راولو. ټاکل شوې نه ده چې دا د خبرو اترو یو ساده او زمینې برابرولو بهیر وي، د سولې بهیر دې ته اړتیا لري چې موږ ټول په هغه کې په بنسټيزه توګه شامل وو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تراوسه نه دي حاضر شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. خو هغوی له امریکايي استازو سره تراوسه څلور ځله لیدلي او ټاکل شوې ده چې د پنځم ځل لپاره په پاکستان کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم وویني. 

شریک یي کړئ