Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب: طالبان باید په نېغه توګه له افغان حکومت سره خبرې وکړي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هند له نړیوال ستراټېژیک چینل سره په مرکه کې وایي طالبان باید په مستقیمه توګه له افغان حکومت سره خبرې وکړې او سوله باید د افغانانو لخوا د هغې د منلو په شرط وي.

ښاغلي محب په دې اړه څرګنده کړه:«سوله باید مشروطه وي، ځکه افغانان باید هغه ومني، خو هغه اصل چې غواړو پرته له شرطه له دوی سره کښينو یو لوی ګام دی. دا هغه څه دي چې په تېرو وختونو کې میسر نه و، د وخت په تېرېدو سره ښایي چې دا فرصت تل موجود نه وي.»

بلخوا ټاکل شوې ده چې د سولې د دارالانشا رییس او په سیمه‎ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار عمر داوود زی د سې‎شبنې په ورځ پاکستان ته په سفر ولاړ شي.

د سولې عالي شورا وايي ټاکل شوې چې دغه پلاوی  په افغانستان کې د سولې ټینګښت په اړه د پاکستان له سیاسي، پوځي او مذهبي مشرانو سره وویني.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کوي، د پاکستان له لوی درستیز او همدارنګه د پاکستان له مطرح سیاسي او مذهبي مشرانو چې د پاکستان په کورني او بهرني سیاست کې ونډه لري هم وویني او د افغانستان د سولې په اړه به خبرې اترې وکړي.»

په دې لړ کې اسلام اباد هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وايي:«د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره مو وکتل او دا فرصت مو ترلاسه کړ چې له هغه سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړم او د نوموړي باور ترلاسه کړم او همداراز د دوی وړاندیزونه هم واورم.»

اخوا اجراییه ریاست وايي ایران د طالبانو له استازو غوښتي چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره چمتو شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وویل:«هغوی (طالبان) یې وهڅول چې خپل مطالب له سیاسي لارې او د مذاکرې له لارې او په سوله‎ییزه توګه مطرح کړي.»

که څه هم تراوسه طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه دي منلې، د سولې عالي شورا وايي ډېر ژر به دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي.

په داسې حال کې چې یو شمېر سیاسي بهیرونه او ګوندونه له طالبانو سره د سیمې او نړۍ د هېوادونو د خبرو په څرنګوالي کې د افغان حکومت د څنډې ته کولو خبره کوي، د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې ټولې خبرې به د افغان حکومت په چورلیز ترسره شي.

شریک یي کړئ