Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محقق: نامشروع غوښتنو او د پردیو لاسوهنې ننګونې زیاتې کړي دي

د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ د شخړو په اوج کې، اوس د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق وايي چې نامشروع غوښتنې او د پردیو لاسوهنې په هېواد کې ننګونې زیاتې کړې دي.

ښاغلي محقق چې نن د دولتي او خصوصي پوهنتونونو په سلګونو فارغانو د لویې جرګې په خیمه کې د سولې او ملي یوالي ترشعار لاندې غونډه کې وینا کوله که‎څه هم د کوم هېواد نوم نه‎اخلي خو ټینګار کوي چې دغه هېوادونه په هېواد کې د شخړو په رامنځته کولو کې خپلې ګټې لټوي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د افغانستان د جګړې یوه برخه زموږ په خامۍ پورې تړلې ده او یوه بله برخه یې د پردیو تمو ته ورګرځي، چې هغوی هر یو غواړي له افغانستان څخه خپله ګټه پورته کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې پر ښاغلي محقق په ایران کې له وینا وروسته سختې نیوکې وشوې او حتا ویل کېدل چې شونې ده ولسمشرۍ ماڼۍ په ملي امنیت شورا کې د هغه غړیتوب لغوه کړي.

هغه یو میاشت مخکې په ایران کې د «محبان اهلبیت» تر نامه لاندې غونډه کې په خپله وینا کې د افغانانو په ګډون د هغو جنګیالیو ستاینه وکړه چې په سوریه کې جنګېدلي دي.

د زدهکړیالانو د فراغت لمانځغونډه  

د دولتي او خصوصي پوهنتونو څه باندې ۳ زره زده‎کړیالانو نن د خپل د فراغت لمانځغونډه په ډله‎ییزه توګه د کابل د لویې جرګې په خیمه کې ونیوله.

په دغو مراسمو کې محمد محقق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو او ځينو نور سیاسي څېرو ګډون کړی وه.

د دولتي او خصوصي پوهنتونو څه باندې ۳ زره زده‎کړیالانو خپل د فراغت لمانځغونډه په ډله‎ییزه توګه د لویې جرګې په خیمه کې ونیوله.

د ملي یووالي د ټینګښت بهیر بنسټ غړی محمد هادي عالمي د ملي یووالي پر ټینګښت ټینګار وکړ:«دا له شانه ډک او تاریخي جشن لمانځو په هېڅ سیاسي خوځښت پورې تړلي نه یوو، په هېڅ ژبې او قوم پورې تړلي نه یوو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال کمال سادات په دې اړه زیاته کړه:«خویندو او وروڼو یوازې په چک چکو څه نه کېږي، یوازې په ولسمشر څه نه کېږي؛ راشئ چې له همدغه ولسمشر څخه ملاتړ وکړو او سولې ته ورسېږو.»

وزګاري د زدهکړیالانو اصلي ستونزه

هغو زده‎کړیالانو چې نن د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل، خپل کاري راتلونکي ته جدي اندېښمن دي.

د هغوی په باور، په اوسنیو شرایطو کې چې د کار بازار مساعت نه دی، د هغوی فارغېدل له اندېښنې سره مل دی.

تمنا رضايي وايي چې د زده کړیالاۍ دوره یې په ډېرې سختۍ تېره کړې ده.

فارغه شوې زده‎کړیاله تمنا رضايي په دې اړه وايي:«زموږ د زده‎کړیالۍ یوه اندېښنه دا وه چې څه وخت فارغېږو او په کوم ځای کې کار پیدا کوو.»

سږکال، د کانکور په ازموینه کې ۱۶۹ زره داوطلبو ګډون کړی وه، د شمېرو پر بنسټ، هر کال کابو ۵۰ زره زده‎‎کړیالان له پوهنتونو فارغېږي. دا په داسې حال کې ده چې دغو زده‎کړیالانو ته کاري بازار برابر نه دی.

د دې غونډې ګډونوال وايي دوی ولسمشر، د ولسمشر مرستیال، د سولې د عالي شورا رییس او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ته هم بلنه ورکړې وه څو په دې غونډه کې ګډون وکړي خو ولسمشر او چارواکو د هغوی په غونډه کې ګدون ونه کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه