Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محقق: ولسمشر هڅه کوي خپل نږدې کسان په دولتي ادارو کې وګوماري

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د تشریک مساعي شورا وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د ټاکنیزو سیالیو د پیل په درشل کې ولسمشر هڅه کوي چې په دولتي ادارو کې خپل نږدې کسان وګوماري.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۷ مه) کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د حکومتي چارواکو د لیرې کولو او ګومارلو د بهیر د درېدو غوښتنه وکړه.

د «سولې او اعتدال» ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال ښاغلي محقق چې په دغې غونډه کې وینا کوله، وویل چې ولسمشر هڅه کوي څو په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

ښاغلي محقق د ځينو حکومتي چارواکو د لیرې کولو او همدارنګه د پخوانیو دولتي چارواکو څخه د امکاناتو د بېرته اخیستو په غبرګون کې وویل چې «واکمنه ډله» باید له قانون څخه سرغړونه ونه کړي.

هغه وویل هغه امکانات او وسلې چې «د نظام له شخصیتونو» سره دي د هغوی د امنیت د ټینګښت لپاره دي او له نړیوالو مرستو څخه ورته تامین شوي:«له پوځي شخصیتونونو څخه د وسلو او دولتي امکاناتو بېرته اخیستل، داسې انګېرل کېږي چې د دولت امکانات د ولسمشر شخصي ملکیت دی؛ په داسې حال کې چې دا امکانات له نړیوالو مرستو څخه دي او بیت المان پورې اړه لري.» 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت داسې پروګرامونه ته مخه کړې څو د پخوانیو دولتي چارواکو څخه وسلې او امکانات راټول کړي. په وروستي اقدام کې، تېره اوونۍ امنیتي ځواکونو د ملي امنیت شورا له پخواني مرستیال جنرال جرئت څخه موټر او وسلې راغونډې کړې.

له دې سره جوخت ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو د تشریک مساعي شورا، که‎څه هم د ټاکنو په قانون کې له اصلاحاتو هرکلی کوي، خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د رییسانو او غړو په لیرې کولو کې د ولسمشر پر بیړې نیوکه کوي.

تېره اوونۍ، له هغې وروسته کله چې د ټاکنو قانون تعدیل تایید شو، ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو رییسان او غړي لیرې او لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل. 

شریک یي کړئ