یو شمېر سرچینې نن(سېشنبې د کب۲۲مه) وايي چې د محمداسحاق رهګذر به وروسته له "نورور" څخه د بلخ والي په توګه معرفي شي.
نوموړی یوه دوره د ولسي جرګې غړی وه او همداراز د طالبانو رژيم د رژيم له نسکورېدو وروسته یې د بلخ والي په تو ګه هم دنده ترسره کړې ده.
د ولسمشر لخوا د عطامحمد نور د ګوښه کولو وروسته دا دوهم کس دی چې د بلخ والي په توګه معرفي کيږي. کابو درې میاشتې مخکې کله چې ولسمشر غني د عطامحمدنور استعفاء ومنله او د هغه پر ځای یې انجینیر محمد داوود معرفي کړ، خو عطا د څوکۍ له لیري کېدو انکار وکړ.
عطامحمد نور وروسته له هغې پر حکومت نیوکې پیل کړې او دې لانجو تر دې دمه دوام وکړ.
نور حکومت ته د خپلې دندې له ليري کېدو په بدل کې یوشمېر شرطونه وړاندې کړل چې له ډلې یې والي او همدارنګه د بلخ امنیه قومندان دې د جمعیت له خوا معرفي شي، حاضر دی چې د بلخ ولایت له مقام څخه لیرې شي.