Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد محقق د «فاطمیون لښکر» د جنګیالیو بریا وستایله او مننه یې وکړ

د اجراييه رییس دویم مرستیال محمد محقق تهران ته په خپل سفر او د «اهل بیت مینه‎والو» تر نامه لاندې غونډه کې د جنرال قاسم سلیماني څخه چې په سوریه کې د فاطمیون لښکر یو له طراحانو اوهمدارنګه د افغانانو په شمول له هغه سرتېرو مننه وکړه چې په دغې جګړه کې ګډون کوي.

جنرال قاسم سلیماني په سوریه کې د فاطمیون لښکر د جوړېدو یو له اصلي طراحانو څخه بلل کېږي چې افغان کډوال په سوریه کې جګړې ته هڅوي.

محمد محقق په دې اړه وویل:«له ټولو جنګیالیو څخه چې په دغو جګړو کې ګډون کړی، که هغو له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې، په حقیقت کې د کفر په وړاندې د اسلام جګړه وه د هغوی له بریا د زړه له کومې مننه وکړم. او همدارنګه د قاسم سلیماني او سید حسن نصرالله ونډه ډېره ډاګیزه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت په ځلونو تورن شوی چې له افغان کډوالو سرتېري جذبوي او هغوی سوریې ته استوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا موضوع به وڅېړي.

د ولسي جرګې غړی فاروق مجروح په دې اړه وايي:«په داسې حال کې چې افغانستان په خپله د جګرې په حال کې دی کولای شي یوه ډېره بده پایله ولري. او دا د افغانستان د ملي ګټو سره سمون نه‎لري. نه دا چې یوازې د اجرايیه ریاست دویم مرستیال بلکې د افغان حکومت هېڅ یو چارواکی په داسې کارونو لاس پورې نه کړي.»

له دې ټولو سره ښاغلی محقق وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۱۰ زره داعشیان حضور لري او د افغانستان او نورو هېوادونو د ویجاړي لپاره ملا تړلې ده.

هغه زیاته کړه:«د یمن، فلسطین او د مظلوم افغانستان مسله چې نن څه باندې ۱۰ زره داعشیان له منځۍ اسیا افغاستان ته راغلي دي.د افغانستان شمال له بدخشانه، بادغیس او هراته امن وو په دې برخو کې جګړه نه وه.خو د داعش له حضور سره نن د افغانستان شمال په جګړه کې دی.»

د اجرایي رییس دویم مرستیال ټینګار کوي چې د افغانستان د شمال له ناامنه کېدو سره پر منځۍ اسیا هم ګواښونه زیاتېږي او سیمه‎ییز هېوادونه باید د دغې وضعیت د مخنیوي لپاره لاس په لاس شي.   

د اجرايي ریاست دویم مرستیال چې ایران ته تللی، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو له زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه