Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد محقق رسماً د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال محمد محقق په رسمي توګه له دې ټاکنیزې ډلې ووت او د عبدالله عبدالله له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې مرستیال محمد محقق وايي له دې امله چې د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې د ټاکنو په پرتله سولې ته لومړیتوب ور کړ، نو ځکه له دې ډلې جلا او د ثبات او همپالنې له ډلې سره یوځای شو.

ښاغلي محقق چي د ډاکتر عبدالله ټاکنیزي ډلې په یوې غونډه کې يې خبرې کولې وې ویل،تر اوسه د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې له روانو خبرو مالومات نه لري ،نو نه غواړې چې له ټاکنو لیري پاتي شي. 

 د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې پخوانی مرستیال محمد محقق په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ ډله د دې لپاره ودرېده چې ویل یې چې سولې ته لومړیتوب ورکوو، همدا وه چې له هغې یوه میاشت تېره شوه موږ د دې په تمه یوو، بیا موږ هغوی ته وویل چې په سوله کې مو هم همکار یوو، لکه څرنګه چې ښکاري سوله د اوسۍ په ښکر کې ده.»

بل پلو عبدالله عبدالله وایي چې هغه کله هم د ښاغلي محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې د پاشل کېدو غوښتونکی نه و؛ خو باور لري چې دا ټاکنیزه ډله به د راروانو ټاکنو د سیالیو ګټوونکې وي.

 ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله په ډاګه کړه:«دا یوازې زموږ هوډ پياوړی کوي، زموږ هوډ نور هم کره کوي ترڅو د هغو خلکو په وړاندې چې دا ډول قربانۍ ته حاضر دي، واقعاً د خلکو صادقانه خدمت ته خپله ملا وتړو.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې اجرایه رییس انوارالحق احدي څرګنده کړه:«ستونزه د حکومت په مشرتابه کې وه زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د ډاکټر عبدالله شخصیت د همدې ستونزې لپاره دی او که‎چېرې موږ بریالي شو، انشاالله تر پایه به سره یوځای وو.»

تر دې وړاندې د محمد حنیف اتمر د ډلې د غړو تر منځ د اختلافونو د شتوالی رپوټ ورکړل شو؛ وروسته ښاغلي محمد حنیف اتمر اعلان وکړ چې خلک تر ډېره د سولې غوښتونکي دي او دې ټاکنیزې ډلې خپل ټاکنیز کمپاینونه ځنډولي دي.

بلخوا عبدالله عبدالله وايي د ده په ټاکنیزه ډله کې د ټول افغانستان وګړي شامل دي،او ده هېڅکله هڅه نه ده کړې چي د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله وپاشي. 

شریک یي کړئ