په داسې حال کې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت پر درېیم سفر بوخت دی، په کابل کې «د افغانستان د خلکو محور» سیاسي جریان د اوږد مهاله اوربند وړاندیز کوي.
د دې سیاسي جریان اجراییه مشر رحمت الله نبیل په همدې مناسبت جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، د سولې د خبرو اترو لپاره اوږدمهاله اوربند ته اړتیا ده.
نبیل زیاته کړه: «د سولې د خبرو اترو لپاره یو اوږدمهاله اوربند ته اړتیا ده، همدارنګه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په صورت کې باید د غیر دولتي وسلهوالو ډلو خلع سلاح کولو لپاره موده وټاکل شي.»
دې محور په یاده غونډه کې څوارلس بندیزه اعلامیه هم خپره کړه چې پکې د شته لاسته راړونو پر ساتنې ټینګار شوی دی.
د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل: «له طالبانو سره سوله باید د اوولس کلنو سیاسي، حقوقي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي لاسته راوړنو د لغوه کېدو سبب ونه ګرځي.»
هغه وړاندې زیاته کړه، تر خبرو اترو وړاندې باید طالبان دا وښيي، چې تر یوې رهبرۍ لاندې دي: «چې خلک باوري شي، چې له طالبانو سره له سولې وروسته، دا ډله د افغانستان اسلامي جمهوریت پر وړاندې مسلحانه جګړې ته دوام نه ورکوي.»
د دې جریان اجراییه مشر رحمت الله نبیل د سولې د خبرو اترو لپاره د شرط په ډول وویل: «سوله د افغانستان اسلامي جمهوریت د دوام په منلو او د اسلامي جمهوري اصل د مشروعیت په رسمیت پېژندلو سره د خبرو اترو موضوع کېدلی شي.»
د افغانستان د خلکو محور په داسې حال کې د سولې اړوند پر اوربند او د شته لاسته راوړونو پر ساتنې ټینګار کوي، چې تېره ورځ د امنیت شورا د سولې د مشورتي عالي بورډ په نوم د ګڼو سیاسي څېرو نوملړ هم خپور کړ.
په یاد بورډ کې چې ګڼ اوسني او پخواني سیاستوال او جهادي مشران پکې برخه لري، د رحمت الله نبیل او رنګین دادفر سپنتا نومونه نه ترسترګو کېږي.