Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مرستندویه بنسټونه یمن کې د ماشومانو له بد حالته خبر ورکوي

په یمن کې مرسته کوونکي بنسټونه په دې هېواد کې د ماشومانو له ناوړه حالته خبر ورکوي او وايي میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دا بنسټونه وايي که له ګواښ سره د مخامخو ماشومانو سره مرستې ونشي، نو انساني ناورین به رامنځته شي.

په یمن کې د خوراکي مرستو د وېش څانګې مسوول، ترست مالمبو وايي:«لومړۍ موږ فکر کوو چې د خوارځواکۍ سره له مخامخو ماشومانو سره مرسته کوو، خو پیا مو پام کېږي ې دوی ناوړه خوراکي حالت نه زیان کوي، ځکه چې بدن یې پرته له تغذیې وده کوي.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام  مسوول، ابیر اتیفا زیاتوي:«که د ماشومانو اړتیاوې پوره نشي او درملنه یې ونشي، نو یمن کې یو نسل له لاسه تللی دی. موږ ګورو چې ماشومان د درملنې په موخه له یوه ښاره بل او له یوه روغتون ته بل ته لېږدول کیږي، دا یې د ښه قسمت درلودونکي خلک دی.»

یمن کې د جګړو له کبله ډېر شمېر ملکي کسانو زیان لیدلی، دوی وايي چې د څو کلنو جګړو په ترڅ کې یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.

یمن کې د یوه ماشوما پلار، عبدالرحمن وايي:«د جګړو له کبله تګ راتګ نشته. روغتیايي آسانتیاوې نشته، یمن کې خوارځواکي ده. قحطي ده. ټول یمني ماشومان له ستونزو سره مخامخ دی.»
 
ملګرو ملتونو مخکې له دې ویلي وو چې یمن کې له ۸۵ زرو ډېرو ماشومانو د جګړو او بدې تغذیې له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

ملګري ملتونه خبر ورکوي چې اوس مهال په یمن کې کابو شل میلیونه وګړې د خوراکې توکو له کمښت سره مخامخ دي

شریک یي کړئ