مرکزی بانګ خبرداری ورکوي چې که ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو د افغانۍ پر ارزښت به لا بد اغېز وکړي.
یاد بانک مني چې اوس مهال ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق دوام لري. د مرکزي بانک رئیس، خلیل صدیق وايي ایران ته د بهرنیو اسعارو د قاچاق د زیاتوالي او د افغانیو د ارزښت د رالوېدو لامل د دغه هېواد او لویدیځ ترمنځ ناندرې دي.
ښاغلی صدیق زیاتوي:«د مزارشریف حیرتان له لارې )ډالر(ازبکستان، دوبۍ او د فارس خلیج هېوادونو ته ځي او هلته د یو شمېر کسانو بانکي حسابونو ته لويږي، او یا هم نغدې لیږدول کیږي.هر چېرې چې د اسعارو موضوع وي او ګټه پکې وي، نو خلک یې قاچاق کوي.»
ایران ته له افغانستان نه د ډالرو د قاچاقو اصلي لامل پر دغه هېواد د امریکا متحده ایالاتونو بندیزونه بلل کېږي. په همدي حال کې د یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښیې چې هر ډالر له کابله تر هراته ، لیږدوونکو ته یوه افغانۍ ګټه لري.
د دې موندنو له مخې، هر څوک چې له هرات نه تر مشهده لس زره ډالر ولېږدوي، ۱۱ سوه ډالر ورته ګټه پاتې کېږي.
یو شمېر سرچینې وايي قاچاق وړونکي د افغانستان او ایران پولو ته پر نېږدې پرتو خلکو د نفر په سر لس زره ډالره لیږدوي. دا هغه اندازې چې لیږدول یې قانوني دي . خو کله کله ځيني کسان تر ۱۰۰زره ډالرو پورې هم لیږدوي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې ګاونډیو هېوادونو ته د پیسو د قاچاق مخه ونیسي.
د ولسي جرګې غړې، ناجیه بابکرخېل وایي :«پر خلکو زیات فشار راځي. زه فکر کوم چې د قاچاقو مخنیوی د دولت دنده ده.»
د ولسي جرګې غړی، خلیل الله شهیدزاده وایي ایران اوس خپل پولي سیاست بدل کړی دی:« پر ایران د لویدیځو هېوادونو تر بندیزونو وروسته ایران خپل پولي سیاست بدل کړی دی او د ډالرو وروړل یې آزاد پرېښي دي. مخکې یې یو شمېر قیودات لرل.»
یو شمېر امنیتي ادارې او د فساد ضد بنسټونه له هېواده بهر ته د پیسو وتو او غیررسمي راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره دبانکونو کاروَنه اغېزمنه بولي.