ولسمشر او اجراییه رییس ته نږدې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې مسعود اندارابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی دی.
ښاغلی انداربي له دې مخکې د ملي امنیت د سرپرست او مرستیال په توګه پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له امرالله صالح د دغه وزارت مخکینی سرپرست په دغه مقام کې له ۲۷ ورځو وروسته استعفا وکړه او د راتلوونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه راڅرګند شو.
ولسمشر غني د روان کال د مرغومې په دویمې نېټه د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر ویس احمد برمک لیرې او د هغه پر ځای یې امرالله صالح د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړ.
د ښاغلي صالح له استفعا وروسته، د کورنیو چارو وزارت چارې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سمبالولې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، او د دغه وزارت لوړپوړی امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو لیرې کړل او پر ځای یې نوي کسان وګومارل.