Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسعود په ټاکنو کې د غني د ملاتړ له امله، له خلکو بښنه غوښتله

د اصلاحاتو او ښې ‎حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخواني استازي احمد ضیا مسعود په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د ملاتړ له امله پښېماني وښوده او له خلکو څخه یې بښنه وغوښتله.

د ښاغلي مسعود په وینا،حکومت په خپله د نظام په ځانګړې توګه د امنیتي بنسټونو د کمزوره کېدو په لټه کې دی،هغه ولسمشر یو ډیکټاټور او انحصارپاله بولي او وايي چې څلورو مشکوک کسان د هېواد له برخلیک سره لوبې کوي.

هغه وویل:«نن د ټولو په حضور کې له تاسو څخه بښنه غواړم،له داسې حکومت سره چې د هغه په مشرۍ کې څلور تنه مشکوکه دي خپل پرېکون اعلان وم.»

احمد ضیا مسعود چې د غوايي د اتمې نېټې په مناسب چې د هغه وخت د شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو د بریا له ورځې سره سمون لري وینا کوله،د هېواد وضعیت یې د اندېښنې وړ وباله او وې ویل چې هېوادوال باید سمبال شي او یو لنډمهاله حکومت رامنځته کړي او وروسته د ټاکنو پر بنسټ یو ژر تر ژره ټاکنې ترسره او یو مشروع حکومت رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه:«ولسمشر استعفا ته د اړ کولو لپاره عمومي سمبالتیا،دویم د لنډمهاله حکومت خوا ته تلل او بل حکومت ته د واک د لېږد زمینه برابرول دریم ژر تر ژره د ټاکنو ترسره کول.»

په دغې غونډه کې پر ولسمشر یو لړ نورې نیوکې هم مطرحه شوې.

د روښنايي غورځنګ غړي ذولفقار امید وویل:«یو شمېر د داعش په نامه د خلکو په وژلو لاس پورې کوي،لومړنۍ ډله یې له حکومت څخه بهر ده او دویمه ډله یې دننه په حکومت کې ده.»

د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام هم په ډاګه کړه:«دوه امریکایان یې تر شا دي،خدای شاهد دی که‎چېرې دوه امریکايي نه وي،دوی د کابل په ښار کې خوشې کړئ خپل کورونه نه‎شي پیدا کولای،الوتکه پیدا کولای نه‎شي چې وتښتي.»

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج هم څرګنده کړه:«د سولې او تیکاو د ټینګښت په لاره کې زموږ د خلکو مبارزه،ټولنیز عدالت او د ټولو هوساینه همدارنګه دوام لري او د خدای په مرسته هغه ورځې به راورسېږي چي په هېواد کې پر روانو ستونزو بریالي شو.»

کومت په دې اړ داسې نظر لري.

د ولسمشر د رسنیو دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي هم وویل:«د ولسمشر واکونه او همدارنګه د ولسمشر د کاري مودي په اړه اساسي قانون په څرګنده ویلي،او ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي.»

شریک یي کړئ