Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسلمیار: حکومت دې د طالب بندیانو په ازادولو کې احتیاط وکړي

د مشرانو جرګې رییس وايي حکومت دې د طالب بندیانو په ازادولو کې کولو له احتیاطه کار واخلي.

د مشرانو جرګې ريیس که څه هم د ولسمشر له‌خوا د طالبانو زندانیانو خوشې کول د مشورتي لویې جرګې غوښتنه بولي، خو په دې برخه کې د احتیاط غوښتنه کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم‌یار وویل:«که سوله نه راځي او زموږ یو طرفه خوش امدید وي نو په دې کې تجدید نظر په کار دی او هغه څه چې شوي هغه شوي خو په راتلوونکي کې احتیاط په کار دی.»

بلخوا بیا د مشرانو جرګې یو شمېر نور غړي بیا د هېواد له بندخونو څخه د طالبانو خوشې کول د اندېښنې وړ او له پوښتنو ډکه او پټه موضوع بولي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق په دې اړه وايي:«ډېری لیدل شوي هغه کسان چې له بندخونو ازاد کړل شوي وو له اول څخه ډېر وحشي او خطرناک شوي او بېرته د جګړې لیکو ته تللي دي. او دا شمېر چې ازاد شوی یو ستر شمېر دی او دا د اندېښنې وړ دی.»

یو شمېر سناټوران د حکومت له‌خوا  له بندخونو د طالب بندیانو ازادول ستايي.

د مشرانو جرګې غړی رحمت اڅکزي وویل:«بندخونه او مرګ نتیجه نه ورکوي که یې ورکوله، دا څلوېښت کاله جګړه ده او بندخونه ده خو موږ د ورځې په اوسط ډول باندې سل تر یونیم سلو په شاوخوا کې د دواړو لورو شهیدان لرو.»

د هېواد شمال او شمال ختیځ کې د داعش ډلې فعالیت او نا امني د مشرانو جرګې د غړیو نورې اندېښنې دي.

د مشرانو جرګې غړی ګل محمد رسولي وايي:«نن د سرپل او جوزجان په ولایتونو کې داعش خپلو لیکو ته جنګیالي نیسي، د قوش تپې او درز اب او همدارنګه د فاریات په بل چراغ ولسوالیو کې جنګیالي نیسي.» 

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې یو شمېر هېوادونو هم افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې، خو افغان حکومت وايي، داعش لوی خطر نه دی.

د حکومت له خوا له زندانو د طالب بندیانو خلاصون له سولې سره مرسته، که د طالبانو د جګړې د ډګر ملاتړ!

شریک یي کړئ