Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکو کې د طالب استازو او سیاستوالو ترمنځ د غونډې په هلکه غبرګون

مسکو کې د طالب استازو، سیاسي ګوندونو او سیاستوالو کېدونکې غونډې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ځينې دا غونډه د افغان سولې په بهیر کې له واشنګټن سره د مسکو مخامخ سیالي ګڼي خو ځينې نور هغه د سولې تامین لپاره یوه موکه بولي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دغه ډله به مسکو ته د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته واستوي.

د مسکو غونډه به راتلوونکې سې‎شنبه د دوه ورځو لپاره په مسکو کې ترسره شي او دغې غونډې ته افغان حکومت بلل شوی نه دی.

د سیاسي چارو شنوونکی داوود ناجي په دې اړه څرګنده کړه:«له دې بیړې سره چې امریکایان غواړي خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي او له دې وینا سره چې ښاغلي ستانکزي په دې وروستیو کې وکړه کله چې موږ راشو باید د افغانستان پوځ هم ولاړ شي ځکه چې دا پوځ امریکایی دی په دې صورت کې طبیعي ده چې روسیه اندېښمنه کېږي، چې نو په افغانستان کې څوک پاتېږېږي.»

د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاد مسعود وايي:«له دې پلوه یو ښه اقدام دی چې بالاخره د یوه ملي چت لاندې یوه بین الافغاني هوکړې ته لاره پرانیستل شي چې انشاالله هواره به شي که‎چېرې حکومت د بین الافغاني تفاهم جز وي.»

د هېواد مخکنی ولسمشر حامد کرزی، محمد یونس قانوني، عطامحمد نور، محمد اسماعیل خان، محمد محقق یا یې استازی، سید حامد ګیلاني، عبدالسلام ضعیف او ذبیح الله مجددي، له هغو کسانو دي چې په مسکو کې به په دې دوه ورځنیو خبرو اترو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره یو ځای ګډون وکړي.

سیاسي شنوونکی حسن حقیار وویل:«د طالب پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزی او د قطر کې دطالبانو د دفتر ویاند محمد سهیل شاهین او ښايي د قطر دفتر یو ډېر شمېر نور غړي هم وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمود مرهون هم زیاتوي:«په دغې غونډه کې تر ټولو مهم زموږ سیاستوال دي چې په دې غونډه کې ګډون کوي او هلته د افغانانو ګټې تعرف کړي او د افغانانو د ګټو لپاره تضمین تعرف کړي چې څوک به یې تضمین وکړي.»

افغان حکومت وايي، دې ډول ناستو ته اړتیا نه شته او د افغانستان د سولې له پروسې سره هېڅ ډول مرسته هم نه شي کولای.

دا ناسته په ښکاره روسیه کې د افغان کډوالو د ټولنې له خوا کېږي.

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناسته؛  له واشنګټن سره ټکر که د افغانستان د سولې پروسې سره مرسته!

شریک یي کړئ