Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

معلولیت‎لرونکې رشېده او ننګرهار کې یې د غالیو اوبدلو کاروبار

د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا ملي پروګرام مسوولین وایي، د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې یې ۱۰۰۰ تنو ته چې له بهر نه راستانه شوي دي د قالین اوبدلو د صنعت اسانتیاوې برابرې کړې دي.

رشېده هم هغه ننګرهارۍ پیغله ده چې په ماشومتوب کې یې دواړه پښې د ګوزڼ ناروغۍ له کبله معیوبې شوې دي، خو هغې خپله ناروغي کله هم د کمزورتیا نښه نه ده بللې او اوس مهال په ننګرهار کې غالي اوبي او ځانته یې کاروبار جوړ کړی دی. هغې د کلیوالي اقتصاد پراختیا د پروګرام نه د قالینو اوبدلو کارګاه ترلاسه کړې ده.

رشېده ۲۶ کلنه ده او له تېرو پینځلس کلونو راهیسې د غالیو پر اوبدلو بوخته ده، هغې دا صنعت په پاکستان کې زده کړی دی.

رشیده وايي:«دلته په کور کلي کې خلکو ته وایوو چې که مو غریبې وي نو راشئ دا کار زده کړئ  او ستونزې به مو هوارې شي. دلته په کور کې له ماسره زما مور او خویندې هم غالۍ اوبي.»

د رشیدې پلار روزي خان هم له دې روزګاره خوښ دی چې په کور دننه د قالین اوبدلو له لارې یې کورنی اقتصاد پیاوړی کېږي، هغه په دې باور دی که کورنۍ دغه کار ته مخه کړي ؛نو حتمي یې په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راځي.

د رشېدې پلار، روزي خان وايي:«دا کار ډېر ښه دی، زما لور د غالیو اوبدلو سره ډېره مرسته کوي، د کور کرایه هم ورکوو، د ماشومانو د ښوونځي لګښت هم.»

 د کلیوالي اقتصاد پرمختیا ملي پروګرام له لارې د ننګرهار په څوارلس ولسوالیو کې ۱۰۰۰ تنه هغه کورنۍ چې له کډوالۍ راستنې شوي د قالین اوبدلو پر دغه صنعت بوختې دي.

ختیځ کې د کلیوالي اقتصاد پرمختیا ملي پروګرام مسوول، محمد خالد ایوبي په دې اړه وايي:«د کلیو پراختیا وزارت لخوا پروژه ده چې موږ له بهره راستنو شویو کسانو سره مرسته کوو، تر اوسه مو په مرکز او ولسوالیو کې مو ۵۸۱ کارګاوې مو مېرمنو ته ورکړې او ۴۱۹ مو نارینه و ته ورکړي، اوس دوی دغالیو پر اوبدلو بوخت دي او عملي کار یې پیل کړی دی.»                          

که څه هم په هېواد دننه د قالینو صنعت ښه پرمختګ کړی ؛خو لویه نیوکه دا ده چې د هېواد تولید د پاکستان بازارونو ته وړل کېږي او له هغې ځایه بې نورو هېوادونه ته چې هلته د پاکستان د تولید په نوم پلورل کېږي.

رشېده ۲۶ کلنه ده او له تېرو پینځلس کلونو راهیسې د غالیو پر اوبدلو بوخته ده، هغې دا صنعت په پاکستان کې زده کړی دی

شریک یي کړئ