Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملابرادر: طالبان سوله غواړي

د طالبانو سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر مسکو کې د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په لمانځغونډه کې لنډه وینا وکړ او څرګنده یې کړه چې هغوی سوله غواړي.

هغه وویل چې (اسلامي امارت) سوله غواړي، خو د هغه په وینا، د سولې په وړاندې خنډونه باید لیرې کړل شي.

دا څرګندونې د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځغونډې په لومړۍ ورځ وشې او په دویمه ورځ به د طالبانو د استازو له حضور سره بین الافغاني ناسته جوړه شي.

د هېواد مخکنی ولسمشر حامد کرزی، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر، د جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطا محمد نور، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او همدارنګه د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوی هم د مسکو دوه ورځنۍ غونډې ته رسېدلي دی.

ټاکل شوې ده چې په دغې غونډه کې د حکومت په استازیتوب په مسکو کې د افغان سفیر لطیف بهاند ګډون وکړي.

دغه مراسم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا پيل شول، نوموړی له افغانستان سره د دې هیواد دوستي لرغونې بولي او ډاډ ورکوي چې له افغانستان سره به سولې ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل:«په افغانستان کې جګړه پوځي حل لاره نه لري، ددې مسلې یوازینۍ حل لاره پر ډیپلوماسۍ او سیاست تکیه کول دي، موږ باور لرو چې ټول بهرني پوځیان باید له دغه هېواده ووځي، د افغانستان ټولنه باید یوې حل لارې ته د رسېدو لپاره سره یو موټی شي، په دې توګه چې ټولې قومي ډلې په سوله ایزه توګه د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي.»

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په دغه ناسته کې وايي روسیه د امریکا په همکارۍ کولای شي له افغانستان سره سولې ته په رسېدو کې مرسته وکړي.

پخوانی ولسمشرحامد کرزی وايي:«افغانستان له زړه د دې غوښتوونکی دی څو د روسیې فډراسیون په دې درشل کط په خپلواکه توګه او همدارنګه د امریکې، چین او ټولو هېوادونو په همکارۍ او له هغې ډلې د المان فډرالي جمهوري په لومړي صف کې حضور ولري.»

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي  هم وویل:«یو بل ته سره لاسونه وکړو او له دغې غونډې یوه ښه پایله ترلاسه کړو، او د راتلوونکو ګامونو لپاره چې هیله ده په دوحه کې ترسره شي موږ د دواړو لورو لپاره له یو ډېر عزتمن میکانیزم سره په مخ یوسو.»

د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال ملابرادر چې د لومړی ځل لپاره یې له دوحې بهر ته سفر کړی او په خبري ناسته کې یې ګډون کړی سولې ته د دې ډلې د لېوالتیا خبره کوي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر څرګنده کړه:«اسلامي امارت سولې ته ژمن دی او په دې فکر کې دی چې د سولې په وړاندې خنډونه لیرې کړل شي یعنې دا چې د افغانستان ښکېلاک پای ته ورسېږي.»

د طالبانو د پلاوي غړی لطیف خان متقي هم وايي:«د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمه‎ییزو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او نه هم اجازه ورکوي چې له بهیره د افغانستان ته د زیان لاس اوږد کړي.»

د اسلامي جمعیت اجرایي رییس عطامحمد نور وايي روسیه په افغانستان کې واقعي سوله غواړي.

هغه زیاتوي که افغانان سره یو موټی شي په هېواد کې به د بهرنیو ځواکونو د شته والي لپاره هېڅ پلمه پاتې نه شي.

د اسلامي جمعیت اجرايي رییس عطامحمد نور په ډاګه کړه:«زموږ ګناه دا ده چې امریکا په افغانستان کې حضور لري که‎چېرې موږ سره یوځای وای هېڅ بهرني نه شوی کولای چې په افغانستان کې حضور ولري که‎چېرې موږ سره یو موټی وو او که‎چېرې د اسلام تر سیوري لاندې یو بل ته هو ووایوو او یو بل په غېږ کې ونیسو هېڅ بهرنی نه شي کولای په افغانستان کې حضور ولري او یا هم د شتون پلمه ولري او یا هم د حضور وس ولري.»

پر اوربند موافقه، د راتلونکې میاشتې په نیمايي کې د دوحې د ناستې ترسره کول او له طالبانو سره د سیاستوالانو مخامخ خبرې د عطامحمد نور نورې غوښتنې دي.

ښاغلي نور زیاته کړه:«تمه لرم چې زموږ د دغې غونډې پایله اوربند وي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر چې په دغې غونډه کې ګډون کړی و وايي:«هیله لرو چې د روسیې، امریکا او چین او د ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو په ملاتړ د بین‎الافغاني مذاکراتو جدي پیل، په بریالی توګه پای ته ورسېږي.»

د اجراییه رییس دوهم مرستیال محمد محقق وویل:«دې پایلې ته ورسېږو چې د یو په بل ژبه پوه شو یعنې زموږ ژپه زړه او ایمان هېڅ توپیر نه‎لري، موږ اسلامیت، ورورولي، خپلواکي غواړو.»

ټاکل شوې د طالبانو دغه پلاوی د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې له افغان سیاستوالانو او روسي چارواکو سره لازیاتې سلامشورې وکړي.

ملابرادر: طالبان سوله غواړي

ټاکل شوې ده چې په بین الافغاني غونډه کې د حکومت په استازیتوب په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند ګډون وکړي.

شریک یي کړئ