د ملي امنیت ریاست وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي هغه چاودېدونکي توکي چې ترهګرو په انټر کانټیننټل هوټل کې کارولي پاکستاني دي.
د دغه ریاست کارکوونکو هغه تونس ډوله موټر چې ویل کېږي بریدګر یې دغه هوټل ته راوستي کشف کړی دی.
د دغه ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي هغه چاودېدونکي توکي چې له دغه موټر څخه ترلاسه شوي د دې ښودنه کوي چې دا توکي پاکستاني دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د «بیفو لمېټډ» نښان په دغو چاودېدونکو توکو کې لیدل شوي او دا شرکت په اسلام اباد کې فعالیت لري.