ملي امنیت په کندهار ولایت کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله چې په دې ولایت کې د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو پر پلان کولو بوخته وه، نیولې ده.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نیول شوې ډلې غړو په میوند، شاه ولیکوټ، ژیړۍ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو او کاروانونو بریدونه پلانول.
ملي امنیت وايي چې د یادې ډلې دوه نیو شوي غړي، د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.