ملي يوځ د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یو ستر زېرمتون کشف کړ.
کابل کې د ۱۱۱ فرقې په هغه خبرپانه کې چې د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۲۶ مه ڼېټه) خپره کړې، ویلي چې دغه زېرمتون د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت د چاڼيزو عملیاتو په لړ کې کشف شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، له دغه زېرمتون څخه ۷۶ مېله کلاشېنکوف، دوه مېله کلاکوف، یو مېل ګرېنوف، ۲۱ مېله دوپانچې، ۲۶ دانې اوسپنیزې خولۍ، ۴۵ زغروال واسکټونه او یو اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
خو د ملي پوځ دغې قطعې څرګنده نه کړه چې دا زېرمتون په کومې ډلې او یا هم کوم کس پورې اړه لري.
خو د «کابورا» خصوصي امنیتي شرکت رییس لعل محمد اوریا خېل طلوع نیوز ته وايي چې دا ولسې د هغه په شرکت پورې اړوندې دي او د هغه شرکت په حکومت کې ثبت دی.