د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالب وسلهوالو لخوا د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وغندلو.
یادې شورا سېشنبې(د وري په ۲۶مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو ترسره کولو پایله به د افغانانو د زورېدل وي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغانان د سولې لپاره لېواله دي او دوی نه غواړي چې افغانستان کې نوره جګړه دوام وکړي.
په همدې حال کې زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خپره شوي خبرپاڼه کې افغانستان کې د اوربند په رامنځته کولو ټېنګار کړی دی.
د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د طالبانو د پسرلینو عملیانو د غندنې هرکلی کړی او ویلي يې دي چيې نور باید جګړه پای ته ورسېږي.
نوموړي ویلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان کې اوربند وشي او شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.
خلیلزاد ټینګار کړی د جګړې هره خوا چې د اوربند مخالفت کوي، د تاریخ غلط لوري ته ور ګرځي.