Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه:شونې ده چې د روان کال تر پایه یو مېلیونه نور افغان وګړي بې ځایه شي

د بشري چارو او د بیړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال سټېفن اوبراین چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی دی د چهارشنبې په ورځ یې ویلي چې وړاندوینه شوې چې د روان زيږدیز کال تر پایه څه باندې یو مېلېونه تنه نور دننه او د افغانستان په سرحدونو کې بې ځایه کېږي.

نوموړی له مرسته کوونکو هېوادونو څخه غواړي چې له افغانستان سره شاوخوا یوسلو پنځوس میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان شمېرې ښيي چې دم‎ګړۍ افغانستان له انساني ناورین سره مخ دی او زیانمنې کورنۍ به زښته سخت ژمنی تجربه کړي او یو شمېر دغه کورنۍ د لومړي ځل لپاره د افغانستان له شدید ژمي څخه به اغېزمن شي.

د دې سربېره د ورځې څه باندې ۵ زره تنه کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستنېږي.

ښاغلي اوبراین څرګنده کړه:«موږ له مرستندویه هېوادونو څخه د کابو ۱۵۰ مېلیون ډالره مرستو غوښتنه کوو ترڅو په دې ځای کې د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره د ژوندانه بیړنیو اړتیاوې پوره کړو.»

د ملګروملتونو دغه چارواکی د سړي تښتونو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه لري.

اسټېفن اوبراین په دې اړه داسې اندېښنه ښيي:«زه سخت اندېښمن یم چې د مرستندویه ادارو کارکوونکي هدف ګرځول کېږي د روان زیږدیز کال له پيل راهیسې زموږ ۹۳ همکاران تښتول شوي دي.»

د ملګروملتو د شمېرو له مخې څه د پاسه ۳ مېلیونه افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‎لري او څه دپاسه ۱۲۶ زره تنه له خوارځواکۍ کړېږي.

د بشري مرستو همغږۍ کوونکی مارک بوډن څرګنده کړه:« دا یوه بله ستونزه ده چې باید د هغو کډوالو اړتیاوو ته پام وشي چې هېواد ته راستنېږي ځکه لږ سرچینې لري، زموږ غوښتنه په دې برخه کې ده ترڅو ډاډمن شو د نه اټکل وړ له هرډول وضعیت سره مبارزه وکړو.»

د ملګروملتو سازمان، په روغتونونو کې د ټپيان او ناروغانو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه لري چې د ملګروملتو سازمان د مرستیال په وینا په افغانستان کې روغتونونه له ډېرې ګڼې ګوڼې ډک دي.

د بشري چارو او د بیړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال سټېفن اوبراین چې د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه