Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: سولې ته د رسېدو هیلې شته

د سولې شورا او د امریکا متحده ایالاتو د هڅو تر څنګ ملګرو ملتونو هم د افغان سولې په اړه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، طلوع نیوز ته ویلي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې شته او ملګري ملتونه به هم د یوې ښې راتلونکې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

توبي لینزر، وايي ټول افغانان پر دې نظر دي چې باید جګړه ختمه شي: «له هر افغانه مې اورېدلي، که نر دی، که ښځه، که هلک دی، که نجلۍ؛ هغوی ټولو پرلپسې راته ویلي چې موږ سوله غواړو، وايي غواړو له دې سختې ترخې دورې تېر شو، وايي هیله لرو چې افغانستان یو خوندي ځای شي.»

ښاغلی لینزر زیاتوي: «دا مې دنده ده چې باید واقع‌بین واوسم او له افغانانو سره مرسته وکړم. په هره برخه کې مې چې وس رسېږي، د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره به لارې لټوم، دا مې دنده ده چې ټولې ممکنه لارې پیدا کړم او دا کار کوم، فکر کوم دې موخې ته د رسېدو لپاره هیلې شته.»

د سولې لپاره د ملګرو ملتونو هیلې وروسته له هغه پیاوړې کېږي، چې امریکا د افغانستان سولې لپاره زلمی خلیل‌زاد ځانګړی استازی وټاکه، ښاغلی خلیل‌زاد چې اوس د سعودي له چارواکو سره په هغه هېواد کې د افغان سولې په اړه په چنې وهلو مصروف دی، له اسلام اباد وروسته ریاض ته لاړ او تر هغه وړاندې کابل ته راغلی و.

د سولې عالي شورا وايي، دوی هیله لري، چې د زلمي خلیل‌زاد سفر به پاکستان د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته اړ یستلی وي.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي: «د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته او پاکستان ته د ډاکټر صاحب خلیل‌زاد له سفره زموږ دا هیله ده، چې پاکستان به د افغانستان سولې په برخه کې عملي همکاري وکړي.»

خو طالبانو ته نږدې کړۍ پر دې باور دي چې لا هم د افغان سولې لپاره داسې کلکه هیله نه شي کېدلی .

سیاسي فعال نظر محمد مطمئن وايي: «هوايي بریدونو او د ملکي وګړو تلفاتو ته په کتو او همدرانګه د طالبانو پر وړاندې د امریکايي جنرالانو دریځ ته په پام، زه فکر نه کوم چې موخې ته نږدې شوي یوو.»

په همدې حال کې ولسمشر غني د امریکا کانګرس له مشر سره د سولې اړوند خبرې درلودې، دغه امریکايي چارواکي د افغانانو په ملکیت د سولې پر بهیر ټینګار کړی.

شریک یي کړئ