Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملګرو ملتونو سازمان افغانستان کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه

 د تېرې ورځې (چهارشنبې د زمري په ۲۴ مه) د کابل ښار د پولیسو د ۱۸ حوزې په اړوند سیمه کې د موعود پر روزنیز مرکز برید، له جدي ګواښونو سره مخ شوی دی.

په دغه برید کې ۴۸ تنه چې ډېری یې زده کوونکي وو وژل شوي او څه باندې ۵۰ نور ټپيان دي.

د امریکا متحده ایالاتو د دغه برید له غندلو سره، هغه په افغانستان کې د فرقه‎یي تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره روښانه هڅه بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ترهګر له دا شان بریدونو سره هڅه کوي ترڅو افغانان د سوله‎ییز او خوندي راتلونکي په اړه نهیلي کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار کوي چې پر ولسي وګړو بریدونه دا ثابتوي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لاره شتون نه لري.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره دا برید یې د ټولو اسلامي او بشرحقونو پر خلاف بللی او د هغه د څېړو حکم یې صادر کړی دی.

اجرايي ریاست هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي :«پر ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو او پر مظلومو او بې ګناه ماشومانو بریدونه د بشر پر ضد او نه بښونکی جنایت دی. بدنامه ترهګر به یوه ورځ د دغې ټولې وژنې او وحشت بیه به ورکړي.»

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تراوسه پر غزني ښار د طالبانو بریدونه په بشپړه توګه په شاتمبول شوي نه دي؛ طالبانو له جمعې راهیسې په غزني کې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل دي او د غزني پر ښار د هغوی د بریدونو په پایله کې څه باندې ۱۰۰ تنه امنیتي ځواکونه او په لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او یو ډېر شمېر نور ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، پر غزني ښار برید د نړیوالو بشرپاله قوانینو په څرګنده تر پښو لاندې کول بولي او له ښکېلو لورو غوښتي چې په چټکه توګه اوربند وکړي او د سولې خبرو اترو لپاره دروازې پرانیزي.

انټونیو ګوترش ټینګار کړی په افغانستان کې د جګړې پای پوځي حل لاره نه لري او په دغه هېواد کې د جګړې ښکېلې ډلې باید، خپل اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

شریک یي کړئ