Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېلر: د سولې له هڅو سره جوخت افغانستان کې د جګړې ته هم ژمن یوو

په داسې حال کې چې هوا په ګرمېدو ده او په هېواد کې دا موسم د جګړې فصل بلل کېږي د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان او د ملي پوځ یو شمېر لوړپوړي چارواکي زابل ته تللي څو د امنیتي ځواکونو د چمتووالي څرنګوالی له نږدې وڅېړي.

د پرکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په خپل دغه سفر کې وايي چې افغانستان کې د سولې له هڅو سره جوخت، دولتي او بهرني ځواکونه د جګړې مخته بیولو لپاره ژمن دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر په دې اړه زیاته کړه:«افغانانو ته وایم چې باید پر خپلو امنیتي ځواکونو وویاړئ، دوی ډېرې قربانۍ ورکوي، نن د سولې خبرې کېږي له دې سره په یو وخت چې د سولې خبرې روانې دي جګړې ته هم ژمن یوو کله یې چې وخت راشي له سولې ملاتړ کوو خو جګړه به هم مخته یوسو.»

د پوځ لوي درستیز بسم الله وزیري هم ګواښ وکړ که‎چېرې طالبان له جګړې لاس په سر نه شي امنیتي ځواکونه به د هغوی په وړاندې ودرېږي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«مخالفان باید هغه پیغام چې د حکومت مشرانو د سولې په اړه واستوه، ومني! له هغې پرته، د افغانستان اصیل بچیان به چې سرتېري او افسران دي، چمتو دي چې له زړورتیا سره له خپل هېواده دفاع وکړي.»

بلخوا د سولې له بهیر سره د طالبانو یو ځای کېدل داسې موضوع ده چې د ملي پوځ او د بهرنیو ځواکونو د چارواکو لخوا په دغه سفر کې پرې ډېر ټینګار کېږي.

د ۲۰۵ قول اردو قوماندان امام نظر بهبود وايي:«ډېر ژر دلته زموږ پوځي عملیات پیلېږي. البته عملیات موږ د لومړیتوب پر بنسټ تنظیم کړي دي.»

په تېرو کلونو کې هم د هوا له تودوخې سره سم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړه زیاتېږي خو د ژمي په موسم کې د سولې هڅې پراخېږي، خو داسې ښکاري چې سږ کال به د تودوخې په موسم کې هم د سولې هڅې روانې وي، اوس به ولیدل شي چې له دې سره په یو وخت به هېواد کې د جګړې وضعیت څه ډول وي.

جنرال سکاټ مېلر د ملي پوځ له لوی درستیز او ځينو نورو پوځي چارواکو سره زابل ولایت ته په سفر کې، د سولې له بهیره پر ملاتړ ټينګار وکړ.

شریک یي کړئ