Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م سازمان: د افغانستان جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې کچه کمه شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ دفتر (یونما) په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۱۹ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۳۰۰ ولسي وګړي د افغانستان په جګړه کې وژل شوي او څه باندې ۲۴۰۰ نور ټپيان دي.

که څه هم یونما په دغه رپوټ کې د ۲۰۱۸ز کال د شپږو لومړنیو میاشتو په پرتله د ولسي مرګ ژوبلې د ۲۷ سلنه کموالي هر کلی کوي، خو وايي چې د دغه هېواد په جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله لاهم لوړه او د اندېښنې وړ ده.

که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د جګړې په لیکو کې د حکومت ضد ځواکونو له‌خوا د ۴۳ سلنې کموالي خبر ورکوي، خو بیا هم دا ډلې د ۵۲ سلنه مرګ ژوبلې عاملین بولي.

له دې ډلې ۳۸ سلنه مسوولیت طالبانو، ۱۱سلنه داعش ډلې او درې سلنه هم د دولت ضد ناپېژاده عناصرو ته راجع دی. 

ملګري ملتونه افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې خپلو عملیاتو کې ملکیانو ته پام زیات کړي او وايي، د ملکیانو په نښه کول د بښنې وړ نه دي.

د یوناما د بشر حقونو څانګې ريیس ریچارډ بینت په دې اړه وویل:«دې رپوټ کې دا ډاګیزه شوې چې جګړې او تاوتریخوالي افغانستان کې ملکیانو ته زیات زیان اړولی دی او دوام یي زموږ لپاره زړه ټکان ورکوونکی دی. د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا د ملکیانو په نښه کول د هغو ژمنو خلاف عمل دی چې دوی په دوحه کې کړې وه.»

دې رپوټ کې همدا ډول د دولت پلوه ځواکونو له‌خوا هم ملکیانو ته د ۳۱ سلنه مرګ ژوبلې اړولو باندې اندېښنه ښودل شوې ده.

د تېر کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دولت پلوه ځواکونو  ۱۰۴۷ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، خو د سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې بیا دا شمېر ۱۴۰۴ته رسېدلی دی.

د دولت پلوه ځواکونو له خوا ملکیانو ته ډېر تلفات هوايي بریدونو کې اوښتي. هغه ټکی چې افغان او امریکايي ځواکونه یې ردوي او امریکايي ځواکونه بیا ان دا راپور نیمګړی بولي.

یونما ولسي وګړو ته د دولت پلوه ځواکونو له خوا ټوله ۸۲ سلنه اړول شوې مرګ ژوبله د نړیوالو ځواکونو د هوايي عملیاتو له امله بولي او همدارنګه ۱۳ سلنه افغان هوايي ځواکونو او پنځه سلنه ناپېژانده دولت پلوه عناصرو پورې اړونده بولي.

د روان کال په نیمايي کې ۱۴۰ ښځې هم وژل شوي او ۲۰۹ تنه یې ټپيانې شوې دي چې د تېر کال د ورته وخت له پرتله کولو سره ۲۴ سلنه کموالی ښيي.

د دغې مودې په لړ کې، ۳۳۷ ماشومان هم وژل شوي او ۸۸۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۵۲ سلنه مسوولیت د دولت ضد ځواکونه ته راجع دی، چې له دې ډلې ۳۸ سلنه مسوولیت طالبانو، ۱۱سلنه داعش ډلې او درې سلنه هم د دولت ضد ناپېژاده عناصرو ته راجع دی. 

شریک یي کړئ