Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوټرش د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل غوښتونکی شو

د ملګرو ملتونو سازمان، په خپل یوه نوي رپوټ کې چې نن (شنبې، د وږي په ۱۶مه) د امنیت شورا ته وړاندې کړ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل غوښتونکی شو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو ملاتړ کوي.

د ملګرو متلونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش په دغه رپوټ کې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې، هغه ژور مسایل چې یوازې افغانان د هغوی په اړه پرېکړه کولای شي، حل به شي.

تمه وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته پیل شي - هغه هوکړه چې څرګنده نه ده کله به لاسلیک شي.

افغان حکومت، که‎څه هم له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په اړه د وضاحت غوښتونکی شوی دی.

داسې مهال چې د سولې په چارو کې د دولت وزرات نږدې یو میاشت وړاندې وویل چې د مرکچي پلاوی نوم‌لړ بشپړ شوی دی. خو تر اوسه دا نوم‌لړ اعلان شوی دی.

په ورته وخت کې سیاسي جریانونه او ګوندونه وايي، د دې پلاوي د ټاکلو په سر اوس د ګوندونو او سیاسي جریانونو ترمنځ هم اختلاف پیدا شوی دی.

دا ګوندونه وايي، د دې پلاوي په نوم‌لړ کې لاس‌وهنه شوې او په سلیقوي ډول یو شمېر کسان په کې ځای شوي دي.

د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«اختلافونه په دې اړه دي چې هغه ډېری هغه کسان او اشخاص په پام کې نیولي چې تر ډېره حکومتي وي او له هماغه ډلې او دریځ څخه استازیتوب وکړي.»

د ګوندونو او سیاسي جریانونو یوه بله ډله بیا وايي، حکومت وروستیو کې هڅه پیل کړې چې د دې پلاوي ډېری غړي د دوی ملاتړي وي.

د افغانستان د خلکو وحدت اسلامي ګوند مرستیال محمد ناطقي هم څرګنده کړه:«موږ طرحه لرو. موږ غواړو چې زموږ د طرحې له مخې دا پلاوی جوړ شي او ولاړ شي. زموږ طرحه پراخه، ملي او ټول شموله او واک لرونکې ده.»

خو د ولسمشر ویاند وايي، سیاسي جریانونه او ګوندونه د ټول افغانستان له خلکو استازولي نه شي کولای.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړه:«د یوه سیاسي ګوند غوښتنه دا ده چې له هغه ګوند څخه ډېر کسان باید په مرکچي پلاوي کې شامل وي چې شونې نه ده. موږ غواړو چې زموږ پلاوی، یو ملي پلاوی وي د افغانستان له خلکو استازیتوب وکړي نه د ګوندونو چې لاهم د افغانستان د ډېریو خلکو رایه نه‎لري.»

تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاس‌لیک وروسته، د افغانانو ترمنځ خپل‌منځي خبرې پیل شي، خو حکومت تر اوسه د مرکچي پلاوي نومونه نه دي ډاګیزه کړي.

شریک یي کړئ