Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان:یوازې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یونما) وايي چې په افغانستان کې یوې وروستۍ زیږدیزې میاشت (جولای) کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

یونما په هغه رپوټ کې چې نن «شنبې د زمري په ۱۲مه» خپور کړی ویلي چې په دغې میاشت کې څه باندې ۱۵۰۰ تنه وژل او ټپیان شوي دي.

د دغه رپوت پر بنسټ، دغه شمېر د ۲۰۱۹ز کال په ټولو میاشتو کې لوړ شمېر دی او همدارنګه په یوې میاشت کې تر ټولو لوړ شمېر دی چې د ۲۰۱۷ز کال له مۍ میاشت څخه تراوسه ثبت شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان په رپوت کې راغلي دي چې د د جولای په میاست کې د ولسي مرګ ژوبلې د زیاتوالي اصلي عاملان مخالفې ډلې او حکومت دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو په دغه رپوټ کې، له ښکېلو لورو غوښتي چې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې له رسولو مخنیوی وکړي. هغه ټولو لوري د سولې خبرو ته راوبلل او وې ویل د جګړې زور اخیستو، پرېکنده پایله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی دی.

ملګرو ملتونو سازمان، په دغه رپوت کې ویلي چې طالبانو په یوې وروستۍ میاشت کې د سولې له هڅو سره هم‎مهاله خپل بریدونه یې هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې زیات کړي دي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

په رپوت کې راغلي چې طالبانو د جولای په لومړۍ نېټه کابل کې د ملي پوځ د تامیناتو پر یوه مرکز د برید په پایله کې ۷ تنه مُکلیان ووژل او ۴۴ تنه نور یې پټيان کړل.

په همدې ترتیب د جولای په اتلسمه نېټه، طالبانو د کندهار په امنیه قومندانۍ د برید مسوولیت ومنه چې په هغه کې هم اووه تنه مُلکیان ووژل شول او ۷۲ تنه نور ټپيان شول.

په غزني ولایت کې په یوه بل برید کې چې د جولای په ۱۷مه نېټه ترسره شو هغه کې ۱۷۴ ولسي وګړي ووژل شول او ۸۰ تنو نور ټپيان شول.

ملګرو ملتونو سازمان د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په جولای میاشت کې د مُلکیانو د پنځوس سلنې عامل د مناطیسي ماینونو چاودنې وې چې د حکومت د مخالفو ډلو له خوا شوې دي.

په دغه رپوت کې راغلي چې داعش ډله په جولای میاشت کې د مُلکیانو د مرګ ژوبلې یو بل عامل دی. د دغه رپوټ پر بنسټ، د جولای په ۲۵مه نېټه، داعش ډلې کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت پر کار کوونکو د برید مسوولیت ومنه چې په دغه برید کې ۷ مُلکیان ووژل شول او ۳۲ تنه نور ټپيان شول.

همدا ډول د جولای په ۱۹مه د کابل پوهنتون د دروازې ته‎څېرمه د داعش ډلې برید ۸ تنه ملکیان ووژل او ۳۶ تنه نور یې ټپيان کړل.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د جولای په میاشت کې څو نور ځانمرګي بریدونه او چاودنې شوي چې هېڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی؛ د بېلګې په توګه د دغې میاشتې په ۲۸ مه کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر برید چې د ۲۱ تنو ولسي وګړو ژوند یې واخیست او ۵۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

د ملګرو ملتونو سازمان د دغه رپوټ پر بنسټ د جولای په پنځلسمه، په یوه چاودنه کې چې کندهار کې یو مُلکي بس یې په نښه کړ، د ۱۳ تنو ژوند یې واخیست او ۴۰ تنه نور یې ټپيان کړل. د جولای په ۳۰ مه د هرات - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د واټ ته‎څېرمه ماین چاودنه کې ۲۴ ولسي وګړي ووژل شول او ۱۸ تنه نور ټپيان شول. 

له دې سره جوخت ملګرو ملتونو سازمان په دغه رپوټ کې وايي چې د حکومت پلوه ځواکونو له خوا د ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړول د اندېښنې وړ دي.

په دغه رپوت کې د جولای په اتمه او نهمه په میدان وردګو کې پر یوه روغتیايي مرکز د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو برید ته اشاره شوې چې په هغه کې درې تنه مُلکیان ووژل شول.

په دغه رپوټ کې، همدارنګه راغلي چې د جولای په ۱۹مه د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي برید په پایله کې ۷ مُلکیان ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې نړیوال قوانین په پام کې ونیسي او ولسي وګړو ته زیان ونه رسوي. 

شریک یي کړئ