Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م هېواد کې د فساد ضد هڅو هرکلی کړی دی

د ملګرو ملتونو نوي رپوټ چې نن(سې‎شنبې د غويي۲۵مه) خپور کړی، د افغانستان خکومت لخوا د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتیژي رامینځته کول او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اجندا کې د یو شمېر نوښتونو پلي کولو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو له قوله په خبرپاڼه کې ویل شوي دي:«ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نه ستړې کیدونکو هڅو کلک ملاتړ کوي. ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د ملکي خدمتونو د کمیسیون له خوا په لنډ وخت کې د نویو اصلاحاتو د راوستلو او همدارنګه د فساد پروړاندې د مبارزې د عدلي مرکز د ډیرو فعالیتونو له امله، چې د فساد پیچلې قضیې یې څیړلې دي، هڅیدلي.»

ده همداراز زیاته کړې ده:«د فساد پروړاندې د افغانستان مبارزه له ستراتیژۍ تر پلې کیدو" په نامه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوناما دویم رپوټ د هغو همکاریو شننه کوي، چې د مدني ټولنې، خپلواکو موسسو او همدارنګه د د حکومت له ټولو دریو اجرایي، مقننه او قضایي قواوو له اړخه تر سره شوې.»

رپوټ کې افغان حکومت ته سپارښتنه شوې ده چې د فساد په وړاندې مبارزه کې د حکومت روانې هڅې باید د ګڼو افغانانو په ژوند اوس هم اغیزناکې وي.

یوناما همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې لاهم افغانستان کې د ګڼو ترسره شوو حقوقي او پالیسي اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

د سرچینې او بشپړه راپور لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ

م.م هېواد کې د فساد ضد هڅو هرکلی کړی دی

د ملګرو ملتونو استازي په راپور کې ویلي دي، سره له دې چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو لا هم د تازه اصلاحاتو او قوانینو د جوړولو لپاره کارونه باید ترسره شي

شریک یي کړئ