Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مک‎کینز: ښايي داعش له افغانستانه پر امریکا برید وکړي

امریکايي جنرال فرانک مکینزي وایي، داسې ګواښ شته چې ښایي داعش له افغانستان پر امریکامتحده ایالاتو برید وکړي.

جنرال فرانک مکینزي چې ټاکل شوې ډېر ژر د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان په توګه کار پیل کړي زیاتوي چې افغانستان کې د داعش حضور امریکا ته سرخوږی دی.

دا امریکایی جنرال څرګندوي د یادې ډلې د مرکزونو د په نښه کولو لپاره د امریکا هڅې روانې دي.

جنرال مکینزي ټینګار کړی چې پر داعش سخت پوځي فشار شته.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي میاشتې په ۲۰مه نېټه اسوشیټډپرس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي او افغان چارواکو له قوله لیکلي وو چې داعش ډلې افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی او اوس مهال د دې هېواد په شمال ختیځ کې د سرتېرو په نیونه بوخته ده.

دغه افغان او امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی وو چې داعش ډله په امریکا او غربي هیوادونو د برید لپاره تابیا نیسي.

 تر ډېره په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه انديښنه څرګنده شوې ده، په دغو سیمو کې د دې ډلې غړي نه یوازې له افغان امنیتي ځواکونو بلکې له طالبانو سره هم په سخته جګړه بوخت دي چې له امله یې په سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.

 که څه هم په تېرو دوو کلونو کې په هوايي بریدونو او عملیاتو کې په سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي، خو د ځینو استخباراتي چارواکو په وینا له دغې ډلې سره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، چچین، هند، بنګلادیش، چین او ځینو نورو هیوادونو د جنګیالیو یو ځاي کېدو آن په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د دې ډلې فعالیت زیات کړی دی.

داعش ډله نه یوازې پر لویدیځ د بریدونو په لټه کې ده بلکې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان له هغې جملې کابل کې هم د څو مرګونو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

جنرال فرانک مکینزي چې ټاکل شوې ډېر ژر د امریکا د پوځ مرکزي قوماندان په توګه وټاکل شي، ویلي دي چې پر داعش سخت پوځي فشار شته.

شریک یي کړئ