Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میدان وردګو کې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې برید

په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي ځانګړو ځواکونو پر قطعې برید شوی دی.

د یاد ولایت ویاند، عبدالرحمن منګل وايي چاودنه نن(دوشنبې د سلواغې په لومړۍ نېټه) د ضربتي ځواکونو مقر ته چې له ګډو ځواکونو جوړه قطعه ده، نېږدې شوې ده.

دی زیاتوي چې په دې برید کې یوه ځانمرګي بریدګر ورسره چاودېدونکي توکي چوولي او درې نور هم له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

ښاغلی منګل وايي په دې برید کې د قطعې ودانۍ او افغان ځواکونو ته زیان اوښتی، خو د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

په همدې حال کې د میدان وردګو د عامې روغتیا ریاست وايي تر اوسه دولس تنه مړي او ۲۷ ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې طالبان وايي یوه ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړې او یو شمېر بریدګر د قطعې ودانۍ ته دننه شوي دي.

 میدان وردګو ځايي چارواکي په دغې پېښه کې د ۱۲ تنو وژل د کېدو او ۳۰ تنو ژوبلېدو پخلی کوي. 

د طلوع نیوزخبریال مسعود انصار چې میدان وردګو ولایت ته تللی وايي چې د دغه ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پورې اړونده ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک هم وايي چې نښتې د څلورو ساعتونو لپاره دوام وکړ او بالاخره امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بریدګر له پښو وغورځوي.

د هغه په وینا د ملي امنیت په لسګونه ځواکونه چې د ودانۍ د لوېدو له امله تر دېوالو لاندې شوي دي. هغه همدارنګه وايي چې په دغې پېښه کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دا برید د دوی له خوا شوی دی. 

د میدان وردګو ولایت ویاند، عبدالرحمن منګل په داسې حال کې چې په پېښه کې مرګ ژوبله تاییدوي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي

شریک یي کړئ