Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د اولسم پړوا د رییس په توګه وټاکل شو

ښاغلي رحماني له ۱۲۳ رایو ترلاسه کولو وروسته د ولسي جرګې د لنډمهالي رییس له خوا د اولسم پړوا د رییس په توګه اعلان شو. 

د ولسي جرګې د ریاست لپاره د ټاکنو په دویم پړاو کې میررحمان رحماني او کمال ناصر اصولي سره سیالي وکړه او رحماني وتوانېد چې اکثریت رایې ترلاسه کړي.

د رایې اچوونې له پیل سره سم د جرګې لنډمهالي ريیس د وکیلانو شمېر یا نصاب ۲۴۷ تنه اعلان کړ چې پنځوس جمع یو رایې ۱۲۴ کېدې، خو هغه پاڼې چې له صندوقو راووتې، شمېر یې ۲۴۴ کېږي چې پنځوس جمع یو یې ۱۲۳ رایې کېږي. له دې ډلې میررحمان رحماني ۱۲۳ رایې او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې. پنځوس رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې کارول شوې وې.

د رایو له شمېرنې وروسته، د جرګې لنډمهالي ريیس میررحمان رحماني د ولسي جرګې د اولسمې دورې ريیس اعلان کړ.

له دې وروسته، ښاغلی رحماني د ریاست پر چوکۍ کېناست، خو لږ وخت لا نه و تېر شوی چې ښاغلي اصولي اعتراض وکړ او د جرګې وضعیت کړکېچن شو.

د ولسي جرګې ریاست ته نوماند کمال ناصر اصولي وویل:«رییس اعلان کړ چې زموږ نصاب ۲۴۷ دی او ۱۲۴ رایو ګټوونکی دی وروسته رییس راغی او په دهلیز کې یې یو مېلیون ډالر واخیستل، راغی او رحماني یې د ولسي جرګې رییس کړ.»

خو د ولسي جرګې لنډمهالي رییس دا تور رد کړ.

د ولسي جرګې لنډمهالی رییس عطامحمد دهقانپور وايي:«موږ ۲۴۴ تنه رای ورکوونکي لرل درې تنه نور غیرحاضر وو او رایې نه وې کارولې له دې امله موږ نصاب له رایو ورکوونکو څخه محاسبه کړې چې پنځوس جمع یو ۱۲۳ کېږي.»

خو د ولسي جرګې د ريیس دفتر ته چې اوس ښاغلی رحمانی ورته بریالی شوی، وکیلان ورتلل او مبارکي یې ورکوله.

د ولسي جرګې ريیس میررحمان رحماني څرګنده کړه:«ژمنه کوم چې ستاسو له رایو، د ملت د کور له عزت او د افغانستان د خلکو له هیلو به په ټول وجود سره دفاع وکړم.»

د ولسي جرګې غړی میرزامحمد کټوازی هم وايي:«هغه څه چې په صندوقونو کې وو راووتل او هغه ۲۴۴ رایې وې چې ۱۲۳ رایې رحماني صاحب پوره کړې او د پارلمان رییس شو او زه ورته مبارکي ورکوم.»

کمال ناصر اصولي د شنبې ورځې تر پایه د جرګې دا ټاکنې و نه منلې او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړ.

ښاغلي رحماني د ولسي جرګې د ریاست لپاره د دویم پړاو ټاکنو کې چې نن (شنبې د غوايي په ۲۸ مه) ترسره شوې، د اکثریتو رایو (۱۲۳ رایو) په ترلاسه کولو سره د رییس په توګه انتخاب شو.

شریک یي کړئ