په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر، په یوې خبرپاڼه کې «نیوز ویک رپوټ» چې امریکايي ځواکونو د طالبانو په واړندې خپل عملیات درولي دروي او هغه بې بنسټه بولي.
هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د خپلو واکونو او عملیاتونو د بدلون لپاره هېڅ ډول حکم نه دی ترلاسه کړی.
د یکشنبې په ورځ «نیوز ویک» په یوې رپوټ کې ویلي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اترو د اتم پړاو له پای او په دغو خبرو کې له پرمختګ سره هممهاله په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په مشرۍ د طالبانو په وړاندې پوځي عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او یا هم درول شوي.
په دغه رپوټ کې د ځينو امریکايي چارواکو په احواله ویل شوي چې د طالبانو په وړاندې د عملیاتو له کموالي موخه له افغانستانه د زرګونه امریکايي سرتېرو بلقوه وتلو لپاره چمتووالی دی.
دغه چارواکي زیاتوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له وروستۍ کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴ زره ۶ زره ته به کم شي.