Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر پر طالبانو د افغان ځانګړو ځواکونو د فشار زیاتوالي ستانیه کوي

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د جمعې په ورځ (د سلواغې په ۲۶ مه) هرات ولایت ته په سفر کې پر طالبانو د افغان ځانګړو ځواکونو د فشارونو له زیاتوالي خبر ورکړ.

دغه امریکايي جنرال وايي تراوسه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د ایستلو لپاره یې هېڅ حکم نه دی ترلاسه کړی.

هغه که څه هم د طالبانو پرخلاف د افغان کمانډو ځواکونو د عملیاتو د زیاتوالي ستاینه کوي خو وايي دا فشارونه باید د سولې د خبرو لپاره لاره هواره کړي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال اسکات مېلر په دې اړه وویل:«هېڅ شئ ما له دې زیات نه خوشاله کوي چې وینم کمانډو هره شپه عملیات ترسره کوي او اوس یې پر طالبانو فشار زیات کړی دی، زه د یوه پوځي په توګه له سیاسي حل لارې ملاتړ کوم ترڅو افغانان سره کیني او دغو تاوتریخوالیو ته د پاي ټکی کېږدي.» 

اخوا د هرات والي له دې کتنې وروسته که څه هم له طالبانو سره د سولې د هڅو هرکلی کوي خو خبرداری ورکوي دا بهیر باید د لاس ته راوړنو د خوندیتوب لامل شي.

د هرات والي ﻋﺒﺪﺍﻟﻘﯿﻮﻡ ﺭحیمي څرګنده کړه:«د هرات خلک سوله غواړي، د افغانستان خلک سوله غواړي، خو عزتمنه سوله. د خپلو اتلسو کلونو لاسته راوړنو په بیه سوله نه غواړو. هغه سوله چې ټاکل شوې زموږ امنیتي او پوځي ځواکونه له منځه یوسي، دا ډول سوله د هرات خلک نه غواړي.»    

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان له دې کتنې وروسته وايي اوس د هېواد د لوېدیځ په څو برخو کې د ترهګرو پرخلاف عملیات روان دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان تورن جنرال نورالله قادري وايي:«موږ تر هغه وخته چې سوله راځي، له ځواکونو سره د زده کړو له همغږۍ سره خپل ګډ عملیات په مخ بیایوو.»

که څه هم په دې ناسته کې جنرال مېلر په هرات کې له امنیتي چارواکو سره د هېواد د لوېدیځو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره پر لازیاتو اقداماتو ټینګار وکړ خو په اوسني وخت کې د هېواد لوېدیځې سیمې له هغې ډلې د بادغیس بالامرغاب او د فراه ځینې برخې ناامنې سیمې بلل کېږي.

جنرال سکاټ مېلر د هېواد ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې دا ځل هرات ولایت ته تللی او پر طالبانو د ځانګړو ځواکونو د فشارونو زیاتوالی ستايي.

شریک یي کړئ