Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناپېژانده وسله‎والو په لوګر کې یو سیمه‎ييز خبریال ووژاه.

تېره ورځ ناپېژانده وسله‎والو په لوګر کې د ملي پیغام راډیو مدیر مسؤول قاضي محمد نصیر مدثر یې  هغه مهال وواژه چې د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ څخه د خپل کور په لور روان وه.دا په داسې حال کې ده چې نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د خبریالانو په وړاندې د وژلو او تاوتریخوالي له څلور برابره زیاتوالي څخه خبر ورکوي.

په همدې حال کې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي چې طالبانو ښاغلی مدثر له موټر څخه پلی او په ډزو سره وژلی دی.

د نی نبسټ شمېرې څرګندوي چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي څلور برابره ډېر شوی دی.

په روان زیږدیز کال کې ۱۴ خبریالان ووژل شول، او له ۴۲۰  څخه ډېر له  تاوتریخوالیو سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې تېر کال څلور خبریالان وژل شوي وو او ۸۵ تنه له تاوتریخوالیو سره مخ شوي وو.

  د نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ رییس مجیب خلوتګر وايي:«موږ له ولسمشر غني او ډاکټر صاحب عبدالله څخه بنسټزه غوښتنه لرو،که‎چېرې غواړي خپلې ژمنې د بیان آزادۍ ته وښيي باید په خپله په ځانګړې توګه د ښاغلی مدثر د وژنې دوسیه تعقیب کړي ترڅو ډاډه شو چې په هېواد کې اطلاع رسونه په سمه فضا کې ترسره کېږي خو د شته وضعیت سره موږ د خبریالانو لپاره یوې خطرناکې جفرافیې خوا ته روان یوو.»

په لوګر کې یو شمېر خبریالان او د مدني ټولنې غړي ټينګار کوي چې ښاغلي مدثر هېڅ دښمن نه‎درلود او له کومې ډلې او کس سره یې دښمني نه‎لرله.او دغه مرموزه وژنه باید وڅېړل شي.

د لوګر د رسنیو فعال بشیر دریځ وویل:«زه چې له ښاغلي مدثر سره له اوو کلونو راهیسې پېژندګلوي درلوده درک مې کړه چې یو ډېر مهربانه او بې آزاره کس وه.موږ چې کومې ستونزې په لوګر کې لرو چې حتا ځینې وختونه په خپله زه شاهد وم ،له جوماتونو څخه غږ پورته کېږي او ویل کېږي چې د خبریالانو او دولت په وړاندې جګړه روا ده.»

دوه کاله وړاندې هم د ښاغلي مدثر ورور په مرموزه توګه د یو ماین په چاودنه کې ووژل شو.

په لوګر کې د یوې سیمه‎ييزې راډیو مسؤول مطیع الله سرور څرګنده کړه:«یو ځل د آیسف ځواکونو ښاغلی مدثر یې بوته او بل ځل بیا د ملي امنیت ځواکونو هغه یې د څېړنې لپاره بوته خو له هغه څخه یې څه پیدا نه‎کړل او خوشې یې کړ.مدثر یو نېک شخص وه او په لوګر کې ټولو نویو خبریالانو یوه دروه د هغه شاکردي کړې ده.»

قاضي محمد نصیر  مدثر ۵۵ کاله عمر درلود او له ۲۵ کلونو ډېره موده کېده چې د رسنیو په برخه کې کار کاوه. ده ۱۴ کاله وړاندې په لوګر ولایت کې لومړۍ سیمه‎يیزه راډیو د ملي پیغام په نوم جوړه کړه. د لوګر خبریالان هغه د لوګر د رسنیو معنوي پلار بولي.
 
په همدې حال کې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي چې طالبانو ښاغلی مدثر له موټر څخه پلی او په ډزو سره وژلی دی.د نی نبسټ شمېرې څرګندوي چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي څلور برابره ډېر شوی دی.

شریک یي کړئ