Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناپېژاندو وسله‎والو په کابل کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ

تېره ورځ په کابل کې ناپېژانده وسله‎والو د کابل ښار په دولسمې حوزې کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ او ساتونکي یې هم وژلی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغو وسله‎والو د یکشنبې پر سهار د کابل په ارزان قیمت سیمه کې د احمد شاه بابا د ښوونځي د ساتونکي له ژولو څخه وروسته د دغه ښوونځي کتاب تون یې هم سوځولی دی.دا لومړی ځل دی چې په کابل کې یوه ښوونځي او ساتونکي ته یې اور ورته کېږي.

د احمد شاه بابا پاک کوونکې عقیله وايي: "کله چې موږ سهار ښوونځي ته راغلو،امنیتي ځواکونه راغلي وو او د ساتونکي مړی سوځېدلی وه او(د هغه مړی)څو ساعته په ښوونځي کې پروت وه".

دغې پېښې د سیمې اوسېدونکي او د دغه ښوونځي زده‎کوونکي وېرولي دي.

د سیمې اوسېدونکي امرالله په دې اړه وویل: "کله چې سهار لمانځه ته پاڅېدم، د پولیسو او د اور وژونکي ځواکونو د وسایطو غږ وه،کله چې موې پوښتنه وکړه (وامې ورېد) چې ښوونځي ته اور ورته کړل شوی دی او د هغه ساتونکی هم وژل شوی دی".

د احمد شاه بابا د ښوونځي زده‎کوونکي زید زیاته کړه:"زه د دغه ښوونځي د دویم ټولګي زده‎کوونکی یم،زه غواړم چې ښوونځي ته اور ورته نه کړي او پرېږدي چې موږ خپله زده کړه وکړو".

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد په دې اړه څرګنده کړه: دغې پېښې موږ اندېښمن کړي یوو،او موږ غواړو چې د داشان پېښو مخه ونیول شي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:"داسې کسان شته چې د ماشومانو د زده‎کړې مخالف دي،پولیسو د دغې پېښې څېړلو ته دوام ورکوي او هیله لرو وکړای شو د دغه ښوونځي د اور ورته کولو عاملین وپېژنو او ونیسو".

له دې وړاندې په ځلونو د هېواد په څو ولایتونو کې ښوونځیو ته اور ورته کړل شوی دی،خو دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې یو ښوونځی له ساتونکي سره یې سوځول کېږي.

تېره ورځ په کابل کې ناپېژانده وسله‎والو د کابل ښار په دولسمې حوزې کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه