Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نقد کوونکي:پر افغان ترک ښوونځي برید اردوغان ته سیاسي باج ورکول دي

په کابل کې د افغان تُرک ښوونځیو د څلورو ښوونکو د ترې تم کېدو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

په ورته وخت کې د دولت پخواني چارواکي د افغان ترک د نجونو ښوونځي د امنیتي ځواکونو ورتګ له کبله نیوکه کوي او دا کار یې د ترکيې حکومت ته د سیاسي باج پر مانا بللی دی.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند وایي د افغان تُرک ښوونځینو د ښوونکو نیول سیاسي نه بولي او په قانوني والي یې ټینګار کوي.

د ملي امنیت پخوانی ریس دا برید په هیواد کې کم ساری عمل او دا د ملي یووالي حکومت لپاره د شرم وړ بولي.

پخواني حکومتي چارواکي دا کار له امنیتي ځواکونو افزاري استفاده ګڼي او حکومتي چارواکي تورنوي چې خپلو سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره له دغو پوځیانو کار واخلي.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وویل:«د دې سربېره چې یو سیاسي اقدام وه یو غیر اخلاقي اقدام هم وه.»

د ټاکنو د کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي هم څرګنده کړه:«هغه حکومت چې مشران او مشرتابه یې او ۹۵ سلنه کورنۍ یې، ښځه یې، اولاد یې، لور یې په دغه هېواد کې نه وي هغه ستاسو له زړه کله راځي.»

په تایمني کې د افغان ترک د نجونو ښوونځي ته د امنیتي ځواکونو له ورتلو لږ مخکې د افغان ترک ښوونځي څلور ښوونکي بې درکه شول.

د افغان ترک ښوونځي د زده کوونکو کورنۍ وايي دغه ښوونکي ملي امنیت ځواکونو له ځان سره بیولي خو ملي امنیت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

ځینې سرچینې وايي په ترکیه کې یوې محکمې د دغه ښوونځي د درېیو ښوونکو د نیولو حکم کړی، د ترکیې سفارت په دې اړه افغان دولت ته لیک لېږلی دی، خو د هغو کسانو نومونه په لیک کې نه لیدل کېږي چې نیول شوي دي.

د ترکیې دولت له افغانستانه غوښتي دا کسان انقرې ته وسپاري، خو کابل او انقره د دواړو هېوادونو د وګړو د راکړې ورکړې هېڅ موافقه نه‎لري.

د سیاسي چارو شنوونکی اصف اشنا وايي:«یوه سیاسي استخباراتي لوبه ده  چې د ملي یووالي حکومت په منځ کې یوه څرګنده ډله په ترکیه کې د ښاغلي اردوغان لپارهد باج او بډې د ورکړې لپاره په داسې کار لاس پورې کوي.»

دا پېښه ترکیې ته د ولسمشر غني له سفر سره په ورته وخت کې شوې ده.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني هم په ډاګه کړه:«افغان حکومت د دې لپاره چې په ترکیه کې د جنرال دوستم امنه ځای له منځه یوسي، د افغان ترک د نجونو ښوونځي شپه‎غالي له حضور سره هڅه وکړه ترڅو د ترکیې د ولسمشرۍ رضایت ترلاسه کړي ځکه چې ترکانو ټینګار کړی چې په افغانستان کې دغه ښوونځي د هغوی تر نظر لاندې راوړل شي.»

ولسمشرۍ دفتر د دغه کار د سیاسي والي په غبرګون کې وايي دا پېښه د ولسمشر له سفر سره تړاو نه‎لري او د څو شکمنو په وړاندې یو اقدام وو چې په قانوني توګه ترسره شوی دی.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي امنیت د نیول شویو ښوونکو د برخلیک او هویت په اړه څه نه وايي.

په همدې حال کې هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي د دې ښودنه کويچې ملګرو ملتونو د هغو ترکي ښوونکو له ډلې چې د ملي امنیت په بند کې دي یو تن یې په افغانستان کې د پناه غوښتونکي په توګه پېژندلی او ترکیې ته د هغه د جبري ستنېدو د مخنیوي غوښتونکي دي.

د کابل په تایمنی سیمه کې د افغان تُرک د نجونو ښوونځي ته د امنیتي ځواکونو ورتګ له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ