ولسمشرۍ ماڼۍ د قطر غونډې د ګډون کوونکو نوملړ اعلان کړ.
د ولسمشر ویاند وايي چې دا نوملړ د حکومت د استازو، افغان سیاستوالو او د هېواد د ټولو اقشارو د استازو دا نومونه په ځان کې رانغاړي.
خو ځينې سیاستوال او سیاسي بهیرونه دا نوملړ وروستۍ نه بولي او د هغه د ټول شمولوالي غوښتونکي دي.
په دغه نوملړ کې د ۸۹ کسانو نومونه د سیاسي بهیرونو او ۱۶۰ تنه نور د حکومت له خوا ځای پرځای شوي دي.
په دغه نوملړ کې د ۵۲ تنو ښځو نومونه هم شامل دي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوحې کنفرانس د ګډون کوونکو نوملړ چې د سیاسي ګوندونو، خپلواکو سیاسي شخصیتونو او له اړوندو مرجع معرفي شوي وو او په هغه کې د ټولو طبقو استازیتوب کوي، نن وروستی کړ.»
په هغه نوملړ کې چې د حکومت له لوري چمتو شوی، د حکومتي چارواکو په ځانګړې توګه د وزیرانو، مدني ټولنې فعالانو، د دین عالمانو، سیاسي فعالانو او خبریالانو نومونه لیدل کېږي.
کهڅه هم د محمد اسماعیل خان، عطا محمد نور، او یونس قانوني په څېر، څېرو نومونه هم لیدل کېږي، خو حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار ته د نېږدې کسانو د نومونو په سربېره د هغوی خپل نومونه نه لیدل کېږي.
په دغه نوملړ کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو له ډلې یوازې د حنیف اتمر نوم لیدل کېږي.
خو ځينې سیاستوال او سیاسي بهیرونه دا نوملړ وروستۍ نه ګڼي.
د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه په دې اړه وویل:«زموږ تمه دا ده چې د دغو بین الافغاني مذاکراتو لپاره داسې نوملړ چمتو شي چې په هغه کې ټول سیاسي ګوندونه او سیاسي څېرې ځانونه په کې پيدا کړي.»
په ورته وخت کې د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطامحمد نور په یوې خبرپاڼه کې چې په فېسبوک پاڼه کې یې خپره کړې د قطر غونډه یې د حکومت له خوا یوه فرمایشي غونډه بللې او هغه یې رد کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي:«هغه فرمایشي نوملړ چې د حکومت لخوا د قطر غونډې لپاره چې ډېر ژر ترسره کېدونکې ده، په بشپړه توګه رد او هغه یو حکومتي نوملړ بولم.له بده مرغه د تمو پرخلاف او د هېواد شته سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو ته په نه کتو سره، په دغه نوملړ کې تر ډېره حکومتي چارواکي او هغه کسان انتخاب شوي چې د ټولنې له هېڅ طبقې او ولسي ټولنې استازیتوب نه شي کولای، ټولنیز اړوند په پام کې نه دی نیول شوی او تر ټولو مهم، د جهاد او مقاومت حوزې ډېر حضور په هېو کې د سیاسي معادلاتو د یوه مهم اړخ په توګه په بشپړه توګه له پامه غورځول شوی دی.»
د کابل پخوانی والي احمد الله علیزی وايي:«پر هغه نوملړ جنجال دی چې ګوندونو چمتو کړی او سم کار یې نه دی کړی او هغه نوملړ چې په شخصي سلیقه یې چمتو کړی د منلو وړ نه دی.»
د افغانستان د حرکت اسلامي ګوند مشر مولوي قلمالدین په دې اړه څرګنده کړه:«جنجال مه کوئ او له دغه عجیب نوملړ څخه باید سمه استفاده وشي چې په لړ کې یې باید د وینې تویول ودرول شي.»
ټاکل شوې ده چې د دوحې غونډه، د افغان سیاستوالو، د حکومت استازو او طالبانو ترمنځ د درې ورځو لپاره په قطر کې ترسره شي.