Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د افغان‎ـ‎ترک لیسو سپارلو په اړه اعتراض

په کابل کې د افغان ترک د لیسو زده‎کوونکو د کورنیو له اعتراضونو وروسته اوس‎مهال په ننګرهار کې د دې لیسو د زده کوونکو کورنۍ له حکومت غواړي چې د ترکیې حکومت سره دې هغه تړون بېرته واخلي چې له مخې د دغو لېسو په تعليمي نصاب او همدا راز مدیریتونو کې بدلون رامنځته کېږي.

په جلال اباد ښار کې د یادې لېسې د زده کوونکو کورنیو د یوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې نیوکه وکړه چې حکومت د خصوصي سکټور مخه نېسي او دا ښوونځی د سیاسي معاملو قرباني کوي چې حکومت باید له دا ډول پرېکړو لاس واخلي.

په ننګرهار کې د افغان ترک لېسې د زده‎کوونکو یو خپلوان، عوض بارکزی څرګندوي:«دا له انصاف څخه لیري خبره ده او غیر قانوني ده. ټول دولت قانون تر پښو لاندې کوي، د یوه هېواد په لارښونه غواړي چې خصوصي سکتور تر فشار لاندې راولي.»

د دې لېسې د زده کوونکو کورنۍ د حکومت له هغه پرېکړې سره مخالفت کوي چې له مخې یې د دې ښوونځیو چارو د ترکیې حکومت ته سپارل کېږي.

په همدې حال کې د دې ښوونځیو استادان هم د حکومت پرېکړې ته غبرګون ښيې.

ښوونکی، مجیدالله څرګندوي:«موږ دوې غوښتنې لرو، لومړۍ یې دا چې د لیسو مدیریت بدل نشي او بل دا چې نصاب یې بدل نشي.»
د افغان ترک لېسې د زده کوونکو همدا راز له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو ښوونځیو تعلیمي نصاب دې پر ځای وساتي او مدیریتونو کې دې یې بدلون نه رامځنته کوي.

د افغان ترک ښوونځیو د زده کوونکو کورنیو  د کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې  د حکومت هغه پرېکړې خلاف ناستې کړي چې د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ شوې او له مخې به یې دا ښوونځي ترکیې هېواد ته سپارل کېږي.
 
د افغانستان حکومت تېره اوونۍ د افغان ترک لیسو مسوؤلیت په رسمي توګه د ترکیې پوهنې وزارت ته وسپارلو

شریک یي کړئ