د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې له منګولو ۲۴ ولسي ګړي ازاد کړل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه مُلکي کسان د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې له داعش دلې په خوندي توګه ژغورل شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د ولسي وګړو د خلاصون په عملیاتو کې، درې داعش اورپکي هم وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کې د دغو عملیاتو په اړه ډېر حزییات نه دي ورکړل شوي.