Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش ډلې یوه ځانمرګې ډله نیول شوې

د ننګرهار ځايي چارواکي، په دغه ولایت کې د داعش د یوې ځانمرګي ډلې له نیولو خبر ورکوي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي چې د داعش دغه شپږ کسیزه ډله، په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت ځواکونو د یوه ځانګړي عملیات په لړ کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې نیول شوي کسانو په لومړنیو څېړنو کې خپل جرمونو اعتراف کړی دی.

د داعش ډلې دغه غړي په داسې حال کې نیول کېږي چې دوه ورځې وړاندې، د دغې ډلې یوه بریدګر په کابل کې د زده کوونکو په منځ کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او څه باندې ۵۰ تنه یې ووژل او ۴۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې په وړاندې د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.

د ننګرهار ولایت د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې یو له اصلي اډو څخه بلل کېږي. که‎څه هم له دې وړاندې امریکايي ځواکونو ویلي وو چې د دغې ډلې اصلي مرکز یې په دغه ولایت کې له منځه وړلی دی، خو اوس لیدل کېږي چې د دغې ډلې جنګیالي تراوسه هم په دغه ولایت کې فعالیت لري. په دې وروستیو کې دغې ډلې په جلال اباد ښار کې پر دولتي بنسټونو او همدارنګه د قابله ګانو پر روزنیز مرکز خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ