Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د سولې د کاروان غړو د نه خوړو اعتصاب

په ننګرهار ولایت کې د سولې ولسي حرکت ۸۵ غړو له تېرو دوه ورځو راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د یاد حرکت مسوولین وایي، د نه خوړو دا اعتصاب یې د ولایتي ادارې د هغه چلند په غبرګون کې کړی چې له مخې یې په روانه اوونۍ کې د سولې په تړاو د دوی غونډې ته د خلکو راتګ مخنیوی یې کړی دی.

د سولې ولسي حرکت غړی، بسم الله وطندوست وايي:« ۴۶ ساعته کېږي چې ۸۵ کسانو د ولایتي ادارې د کړنو په وړاندې نه خوړو اعتصاب کړی دی، موږ اسناد وسپارل چې دوی د غونډې مخنیوی کړی دی، د دوی ادارې نه نورو ادارو ته ایملونه شوي دي او ورته ویل شوي چې غونډو کې ګډون ونه کړئ، ځکه هلته چاودنې کېږي.»                        

هم مهاله یو شمېر ځايي خبریالان او د سولې ولسي حرکت غړي هم نیوکه کوي چې امنیتي ځواکونو شېرزي لوبغالي ته دننه کیدو ته نه دي پرېښي څو د سولې ولسي حرکت اعتصاب رسنیز کړي.

د سولې ولسي حرکت غړی، پاچاخان مولاداد څرګندوي:«اووه تنه ملګري مو چې دوی د پېښتورکو ناروغي درلوده، هغوی مو تېره شپه روغتون ته انتقال کړل. اوس هم په سترګو ړون ظهیر زنداني په تکلیف دی، تېره شپه یو شمېر چارواکي راغلی وو او دوی ویل چې موږ په دې کې ښکېل نه یوو.»

خبریال، جاوید رازمند زیاتوي:«نور خبریالان هم راغلي تر څو د ولسي کاروان د اعتصاب غږ پورته شي، خو موږ ته د ننه اجازه نه ده راکړل شوې.»                              

په هم دې حال کې د ننګرهار والي د سولې ولسي حرکت غړو یادو ادعاوې ردوي.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل په دې اړه وايي:«ښه ښار کې موږ څوک په زوره غونډو ته نشو لیږلی او موږ خلکو ته نشو ویلی چې دوکانونه وتړلی، خو ننګرهار کې غونډې ډېرې کېږي، خلک ورته کم مینه وال دي، کله چې شمېر کم وو او تلاشي کېده، نو دوی اعتراض کوي، تلاشي باید وشي.»                     

د سولې ولسي حرکت غړي له تېرې یوې میاشتې راهیسې په ننګرهار کې مېشت دي او د وري میاشتې په څلورمه نېټه یې په جلال اباد ښار کې د سولې لویه غونډه لرله.

هم مهاله یو شمېر ځايي خبریالان او د سولې ولسي حرکت غړي هم نیوکه کوي چې امنیتي ځواکونو شېرزي لوبغالي ته دننه کیدو ته نه دي پرېښي څو د سولې ولسي حرکت اعتصاب رسنیز کړي

شریک یي کړئ