Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د سولې ملاتړ په پاره د قومي مشرانو غونډه

له طالبانو سره سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا له هڅو سره هم مهاله، هېواد کې ډلې او قومي مشران هم د غونډو او ناستو په جوړولو سره له ښکېلو ډلو غواړي سوله وکړي.

له دې ډلې د شنبې په ورځ (د سلواغې پر ۱۳ مه نېټه) د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د شینوارو قوم د شپږ ولسوالیو اوسېدونکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو  له لوري د سولې په ملاتړ غونده جوړه شوې وه.

د شینوارو قومي مشران وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې جګړې سخت ځپلي او درانده زیانونه یې ورته اړولي چې باید د سولې خبرو اترو بهیر لا پیاوړی او د امریکا په ګډون باید بهرني ځواکونه له هېواده بهر او له طالبانو سره سولې ته شرایط برابر کړل شي.

د شینوارو قومي مشر ملک عثمان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې سولې ته دې په واقعي مانا  کار وکړي او پر حکومتي مشرانو غږ کوي چې سوله دې د څوکۍ او سیاستونو ښکار نه کړي.

هغه وویل:« که ملا ونه تړئ دا خلک دا سوله نه پرېږدي، خلکو سره څوکۍ او قدرتونه دي. نور د هغه خلکو مه منئ چې طالب درباندې وژني او شیطاني درته کوي. زمینه ورته برابره کړئ چې طالب راشي او ډز بندي وکړي.»

قومي مشر ملک اختر هم پر افغاني سولې ټینګار کوي، هغه زیاتوي چې د جګړې له کبله د شینوارو قوم ستر زیانونه ګاللي او په سلګونه ځوانان یې په دغه جګړو کې وژل شوي چې نور د دې لړۍ دوام نه غواړي.

نوموړي څرګنده کړه:«هغه باید له خپل دریځه که الله غوښتل د سولې لپاره لرې شي، هغه که رییس جمهور دی، که زه یم، که ولسوال دی او که والي.» 

همدا راز د شینوارو قوم اوسېدونکي د جګړو له ښکېلو غاړو غواړي چې اوربند وکړي او پر حکومتي مشرانو غږ کوي چې د سولې بهیر ته دې ژمن پاتې شي.

د ولسي جرګې غړی ډاکټر عصمت شینواري هم په یاده غونډه کې د وینا پر مهال پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته دې دوام ورکړي او دا لړۍ دې تر بریا ورسوي.

ښاغلي شینواري وویل:«ټول باید په یوې خبرې ټینګار ونه‎کړي، زغم باید د سولې لپاره رامنځته شي. دواړه لوري باید یو بل سره توافق ته ورسېږي، څو دا روان جنګ ختم شي.»

د شینوارو قوم په داسې وخت کې د سولې په ملاتړ غږ پورته کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو مشرانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرو اترو د دغه بهیر بریالي کېدو ته هیله‎منۍ پیدا کړي او داسې ښکاري چې په نږدې راتلونکي کې به افغان حکومت هم له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د امریکا استازو د افغان حکومت په نشتو کې تراوسه له طالب استازو سره څلور ځله لیدلي دي؛ وروستۍ لیدنه هم چې د سلواغۍ له لومړۍ تر شپږمې نېټې وغځېده په دوحه کې ترسره شوه.

تراوسه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو جزییات په ډاګه شوي نه دي. له همدې امله ځينې هېوادوال د دغه بهیر په اړه انېښنه لري.

بدخشان کې هم، د ګوندونو استازي، دیني عالمان او مدني ټولنو یوه غونډه جوړه کړې او په کې د سولې اړوند د خپلو هیلو او اندېښنو په اړه غږېږي.

د بدخشان د عالمانو شورا ريیس سعدالله ابوامان په دې اړه وویل:«زموږ اندېښنه په دې کې ده چې دوی داسې شرایط وضعه کړي چې د اسلام، د خلکو د دودونو او عنعنو او عقیدې پر خلاف وي.»

د بدخشان د مدني ټولنې ريیس سیف‌الدین سیاس هم وايي:«زموږ اندېښنه دا ده چې د طالب پلاوي او امریکايي استازو د مذاکراتو اجنډا روښانه نه ده، د رسنیو، مدني ټولنې، خلکو او د افغان حکومت له لیده لیرې ترسره کېږي. موږ اندېښمن یوو چې د هېواد اتلس کلنې لاسته راوړنه له لاسه ور نه کړو.»

بدخشان کې د ګوندونو استازي بیا د افغان حکومت پرته د وسله‌والو طالبانو او د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ د خبرو په اړه اندېښنه ښيي.

د دې اندېښنو ترڅنګ، اوس مهمه خبره دا ده چې ایا په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي هوکړه د افغانانو لپاره د منلو ده او که نه؟

له دې سره هم مهاله بدخشان کې د ګوندونو استازو، مدني فعالانو، او د دین عالمانو په یوې غونډه کې په پټه د سولې خبرو اترو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

شریک یي کړئ