Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز جوړیږي

په ننګرهار کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي سوداګریز مرکز د جوړېدو کار دوام لري.

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وایي، د دې مرکز په جوړېدو سره به لسګونو ښځو او نجونو ته د کار زمینې برابرې شي.

دا مرکز د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري او نوي سلنه کارونه یې بشپړ شوي دي.

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وایي، له دې مرکز نه په ګټې اخیستو سره به ښځو ته د تفریح او د توکو د پېر او پلور زمینه برابره شي.

په ننګرهار کې د ښځینه بڼ مسووله، تورپیکۍ وايي:«په یوویشتو ولایتونو کې دا جوړ شوي بڼونه د ښځو چارو وزارت دا پرېکړه وکړه چې دا باغونه جوړ تر څو هم ښځې تفریح او هم سوداګري وکړي.»

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مسوولین په دې باور دي چې د دې مرکز په جوړېدو سره چې ۲۹ پلورنځي به لري، لسګونو ښځو ته به د کار زمینه برابره شي.

د ننګرهار په ښځينه بڼ کې د خیاطۍ مسووله وايي:«دا ښځو ته ډېره ګټه لري، ځکه که یوه ښځه کار وکړي په کور کې یې هم ګته رسیږي.»

د دې مرکز د جوړېدو د کار په دوام سره د ننګرهار د ښځو چارو ریاست په دې باغ کې دیرشو نجونو ته د سواد د زده کړې او ۷۰ نورو نجونو ته د حرفوي زده کړو زمینې برابرې کړې دي.

د ننګرهار اوسیدونکې، بشرا څرګندوي:«اقتصاد ښه کوي، دلته موږ خامک کوو، او موږ په پیسو ټکري او کالي جوړوو او دا زموږ لپاره ګته کوي.»       

دغه نجونې په دې باور دي که چیرې نجونو او ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینې برابرې شي نو دوی کولای شي چې د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهمه ونډه ولوبوي.
 
د ننګرهار د ښځو چارو ریاست وایي، له دې مرکز نه په ګټې اخیستو سره به ښځو ته د تفریح او د توکو د پېر او پلور زمینه برابره شي

شریک یي کړئ