Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د کوکنارو په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې د ګلابو کرل کېله

سږکال بزګرو د ننګرهار په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې چې له دې مخکې په زړه کې یې د تباه‎کوونکي بوټي ولو منګولې خښې کړې وې، ګلاب کرلي دي.

د دغو ګلابو له حاصلاتو د اورځلا په نامه عطر جوړېږي چې په اروپا او امریکا کې ځانګړی بازار لري.

۵۵ کالن موسی خان یو له هغو باغوانانو دی چې په سره رود او حصارک ولسوالۍ کې د ګلابو باغونه لري او ګڼ کسان ورسره د ګلابو په راټولولو کې بوخت دي چې بیا یې د اور ځلا په نامه د عطرو پر یوې فابریکې په ښه بیه پلوري.

د اورځلا عطر جوړونې فابریکې مسوولین وايي، چې هر کال له سلګونه ټنه ګلابو او نارنجو عطر جوړوي چې د اروپا په ګډون امریکا ته هم صادرېږي او هلته ځانګړی بازار لري.

۵۵ کالن موسی خان په حصارک او سره رود ولسوالیو کې  پر خپلو ځمکو ګلاب کرلي او هر کال ترې ښه حاصلات اخلي.

دی وايي، پخوا یې له کوکنارو ګټه وټه لرله، خو اوس د ګلابو له دې باغونو چې ورسره په‎کې لسګونه کسان په کار هم بوخت دي او د پسرلي په دې موسم کې ګلونه راټولوي او د ژوند کښتۍ پورې باسي.

موسي خان په دې اړه وویل:«دلته موږ کار کوو ډېر خوشحاله یم؛ زموږ کښت حلال دی او حلاله روزي ترلاسه کوو. زموږ عاید هم ښه دی، موږ راضي یوو.»

د هېواد په لارو کوڅو او د خلکو په انګړونو کې د ګلاب قیمت نشته، خو دلته د ګلابو بیه پر تول ده، قسمت د هغوی دی چې د ګلاب د پاڼو ډک پنډ ولري او مازیګر ډک لاس کورونو ته ستانه شي.

یو له بزګرو فضل الله څرګنده کړه:«دلته (ننګرهار) کې هم کرل کېږي او په حصارک کې هم؛ کار او بار یې هم ډېر ښه دی او ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان دلته کار کوي. ټول خوشحاله دي؛ کار ښه دی هم زه او هم خلک خوشحاله دي.»

د ښوونځي کوچني زده کوونکي هم له درس وروسته دلته ګلاب راټولوي، د ننګرهار په پینځو ولسوالیو کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې ګلاب کرل شوي چې دا ډول سلګونه کسان پکې په کار بوخت دي.

یار محمد چې په دغه ځمکه کې کار کوي داسې وايي:«هره ورځ موږ کهیځ راځو او کار کوو. سل جریبه ځمکه په سره رود کې ده، هلته هم هره ورځ سل تنه کارګران کارکوي او ګلان را ټولوي، د هغوی د کار په مطابق هغوی ته معاش ورکول کېږي.»

نقیب الله د لسو ورځو لپاره د ګلابو غوټۍ ساتي، وچوي یې او بیا یې د اورځلا فابریکې ته وړي چې چای ترې جوړېږي او په ګڼو درملو کې هم کارول کېږي.

د ګلابو وچونکی او کاریګر نقیب الله په دې اړه زیاته کړه:«دا یو ډېر ښه کار دی؛ حلال کار او حلاله روزي یې ده. خلکو ته کاري زمینه برابره شوې او زه دلته کار کوم.»

هر کال د ګلابو او نارنجو سلګونه ټنه تازه پاڼې د اورځلا په نامه د عطر جوړونې فابریکې ته رارسېږي، او په ځانګړو ماشینونو کې ساعتونه بخار ورکول کېږي چې خالص عطر ترې واخیستل شي او بیا د بسته بندۍ لپاره اروپا ته استول کېږي.

د اورځلا فابریکې مشر عبدالله ارسلا په ډاګه کړه:«۱۵۰۰ ځمکو کې ګلاب کرل شوي او موږ دغه ګلان له بزګرو پېرو او له هغو عطر جوړوو او وروسته عطر له هېواده بهیر ته صادروو. د نارنجو او نورو ګلانو هم عطر جوړوو. ۳۵۰ کسان د نارنجو د ګلانو په راغونډولو بوخت دي. هغه عطرونه چې دلته جوړېږي، المان، فرانسې او کاناډا ته استول کېږي.»

ښاغلی ارسلا زیاتوي چې هغه په دغه کار او بار کې کابو ۲ زره تنه ګمارلي دي او د هغه د کارخونې تولیدات لوېدیځو هېوادونو ته هم صادرېږي.

شریک یي کړئ