د ننګرهار ولایت سیمهییز چارواکي وايي د ناصر مهمند پر ټاکنیز کمپیان ځانمرګي برید شوی دی.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس، نجیب الله کامه وال وايي د پېښې له سیمې روغتون ته ۱۴ مړي لیږدول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي دا برید نن(سېشنبې د تلې په ۹مه نېټه) له غرمې وروسته کابو یوه بجه شوی چې ۲۵ تنه نور هم په کې ټپيان دي.
د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.