Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې ۲۱ طالب او داعش جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي

په ننګرهار کې د طالبانو او داعش ډلې ۲۱ تنه جنګیالي د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار والي وایي چې یادو جنګیالیو د وسله‎والو ډلو لپاره د افغان دولت پر ضد په بېلابېلو ولسوالیو کې فعالیتونه لرل او تر دې وروسته د عادي افغانانو په توګه به په هېواد کې ژوند وکړي.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخېل وايي:«نن دلته یوویشت کسان تلسیم شوي دي چې اتلس یې طالبان دي او درې کسان یې د داعش ډلې غړي دي. د حکومت پالیسي هم دا ده، هغه کسان چې وسله ږدي او عادي ژوند ته راځي، دا دروازه ورته خلاصه ده.»                     

له دې سره هم مهاله له جګړې څخه لاس په سر شوي جنګیالي په هېواد کې روانه جګړه د پاکستان زېږنده بولي او وايي، چې د دولت په وړاندې ټولې وسله والې ډلې د پاکستان په اشاره هېواد کې ناروا جګړې کوي.

پخوانی وسله وال طالب، جان محمد وايي:«کله چې مو ولیدل، دا ډلې د امارت په نامه د پاکستان نه تجهیز کېږي، او د پاکستان له ای اس ای نه هېواد ته د ملي امنیت په همکارۍ راغلو.» 

همداراز بل پخوانی وسله‎وال طالب، عبدالرحیم زیاتوي:«درې څلور کاله مې جګړه وکړه، نو پر دولتي ځایونو مو بریدونه کول، نو کله چې مو سوچ وکړ چې دا پردۍ جګړه ده، نو راغلو او ځانونه مو وسپارل.»

دا وسله وال داسې مهال له جګړې لاس اخلي چې وسله والو طالبانو د سولې خبرو ته مخه کړې او سولې ته هیله مندي هم د پخوا په پرتله ډېره شوې ده.

د سولې بهیر سره یو ځای شوي طالب او داعش جنګیالي وايي، په ننګرهار کې یې د پاکستان په لارښوونه جګړې کولې او دا یې درک کړه چې روانه جګړه افغان وژنه ده

شریک یي کړئ