د کورنیو چارو وزارت نن(دوشنبې د وري۷مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د افغان هوايي بریدونه په پایله کې ۳۳ داعش وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات د هېواد ختیځ ولایت د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼې همداراز په کوټ ولسوالۍ کې د درېیو طالب وسلهوالو له وژل کېدو هم خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د افغان ځواکونو لاسته یو شمېر وسلې هم ورغلي دي.
د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.